د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان : سیلابونو ۷۵ کسان وژلي


په افغانستان کې سیلابونه
په افغانستان کې سیلابونه
افغان چارواکي وايي چې د بغلان په وروستيو سېلابونو کې د ۷۵ نه زیات کسان مړه شوي او څه نږدې ۲۰۰ نور لادرکه دي.

د بغلان چارواکي وايي تر اوسه يې له وړمې شپې راهيسې چې دغه سېلابونه بهېدلي د يوشمېر کسانو مړي راويستلي دي . د ياد ولايت د والي وياند محمد حمقل وايي ښايي د مړو شمېر زيات شي.

بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د بغلان په وروستيو سېلابونو کې ١٦ زده کوونکي هم مړه شوي دي. دغه زده کوونکي د ګذرګا نور اولسوالۍ د بېلابېلو ښوونځيو زده کوونکي وو. د ګذرګا نور اولسوال ويلي دي چې سیلابونو څلور کلي وړي دي او په زرګونو څاروي يي هم وژلي دي.

دافغانستان جمهوري رياست وايي، ولسمشر حامد کرزي د اضطراري حالاتو کمېټۍ او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې په بغلان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له کبله زيانمنو کسانو ته دې زر تر زره بيړنۍ مرستې ورسوي.
XS
SM
MD
LG