د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پرسپرلۍ ګاړي پسې چاودنې څلور کسه وژلي اته ژوبل


په کورمه ایجنسۍ کې پر سپرلۍ ګاړي پسې بمي چاودنې څلور مساپران وژلي او اته نور ژوبل دي.


دغه چاودنه د سشنبې پر ورځ شاو خوا اووه بجې په بدامۍ سیمه کې له یوې امنیتي چېک پوستې سره نیزدې په شګني توی کې شوې ده.


له پېښې وروسته ټول ټپیان د پاړه چنار لوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون مشر ډاکټر صابر مشال راډیو ته وویل چې په چاودنه کې په نښه شوي ډېری کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې ول د تبۍ تنګۍ سیمې اوسېدونکي دي.

روغتیا چارواکي زیاتوي چې دوی ته يې ۱۲ ټپیان وروړي دي چې یوه ژوبل کس په لاره کې او بل هغه په روغتون کې سا ورکړه.

چارواکي دا هم وویل، له لومړۍ طبي درملنې پس یې ټول زخمیان د پېښور او هنګو روغتون ته ولېږدول.

محمدالله چې پېښه یې پخپلو سترګو لیدلې مشال راډیو ته وویل، چې چاودنه کله یو ډبل سیټر پیک ګاړی د پاړه چمکنی سیمې څخه سدې ښارګوټي پر لور روان وو.

دی زیاتوی چې په روغتون کې له مړه شوو څلورو کسانو علاوه درې کسان ځای پر ځای مړه شوي دي.

پولیټیکل انتظامیه دغه خبره نه تصدیقوي چې په چاودنه کې اوه کسان مړه شوي دي.
پولیټیکل انتظامیې دفتر مشال راډیو ته دا هم وویل چې په دې اړه پلټنې روانې دي چې دغه چاودنه څنګه شوې.

د پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

له پاړه چناره شاو خوا پنځلس کلومیټره لرې ختیځ پلو بدامه سیمه د بره کورمې ایجنسۍ په حدودو کې راځي چې پکې تر دې وړاندې هم د سپرلۍ پر یوه ګاړي پسې بمې چاودنې اوه کسه وژلي ول.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG