د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په بیلا بیلو برخو کې بیا بیا مړي موندل کیږي


په کراچۍ ښار کې د مړو د موندنې زیاتره پیښې د ښار په سرجاني ټاون،سپرهاي وی و لیاري نالۍ او نورو هغو برخو کې چې ابادي پکې نسبتا کمه وي رامخ ته کیږي.


په کراچۍ ښار کې د مړو د موندنې زیاتره پیښې د ښار په سرجاني ټاون،سپرهاي وی و لیاري نالۍ او نورو هغو برخو کې چې ابادي پکې نسبتا کمه وي رامخ ته کیږي.


د ژغورنې د ادارو ترمخه په دې مړو کې یو شمیر د سیاسي ګوندونو د کارکنانو، د تريتم کړل شوو بلوڅانو، د وسله والو ډلو د غړو او عامو خلکو مړي شامل وي.

نزدې دوه هفتې مخکې د سرجاني ټاون له یوې شاړې څخه د ۲۶ کلن یوسف مړی ترلاسه شوی وو.

د یوسف سپین سرې مور پروین باجي مشال ریډیو ته ویلي د هغې زوی له تېرې اوږدې مودې راهیسې د سيمې په مسود کوچ اډه کې منشي وو، د هغې په وینا یو ماښام یې زوی کور ته رانغلو، او په بل ګهېځ «سهار» یې مړی وموندل شو.

تېره ورځ هم د کراچۍ له منګوپیره د اووه کسانو مړي موندل شوي دي. پولیس وايي په دغو مړو کې د پنځه کسانو پیژندګلو شوې ده. په دوی کې درې کسان د کراچۍ د پټان کالونۍ دي او له تحریک طالبان پاکستان سوات ډلې سره اړه لري.

دوه نور مړي د بلوڅانو دي خو د دوو مړو پیژندګلو لا نه ده شوې.

که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې وسله والو طالبانو تورونه لګولي دي چې ملګري یې د کراچۍ له زندانونو اېستل کیږي او بیا د کراچۍ له بیلا بیلو برخو څخه یې مړي موندل کیږي.

د کراچۍ پولیسو تل دغه ډول تورنه رد کړي دي.

د دې ترڅنګ متحده قومي مومېنټ «ایم کیو ایم» هم ادعا کوي چې په موندل شویو مړو کې یو شمیر یې د ګوند غړي دي، او د دې پر ضد یې په کراچۍ کې په دې ورستیو کې مظاهرې هم کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل خټک کشر وایي، په کراچۍ کې د مړو د موندنې لړۍ ان له ۱۹۹۰ لسیزې راهسې راروانه ده، چې تر ډېره پکې بې ګناه وګړي وژل شوي وي.

«تر ډېره په دې مړو کې بې قصوره خلک وي، پښتانه هم پکې ډېر وي خو د دوی په اړه مالومات عوامو ته ځکه نشته چې په اوس وخت کې د کراچۍ پښتانه پیاوړی او موثر تنظیمي فورم نه لري، عوامي نېشنل ګوند دلته دی، خو د هغوی زیاتره خلک د حملو او ګواښونو له کبله له ښاره وتلي دي، اوس د دوی اواز هغسې نه دی لکه مخکې چې وو»

د اجمل خټک کشر په خبره که د ایم کیو ایم ګوند د یو غړي مړی هم وموندل شي نو دغه ګوند یې پر ضد مظاهرې وکړي او په دغو پېښو کې ککړ عناصر په دې ډول تر فشار لاندې راولي، او همدا وجه ده چې د مخکې په پرتله اوس د ایم کیو ایم د کارکنانو د مړو د موندنې لړۍ راکمه شوې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه د کراچۍ ښار له بیلا بیلو برخو څخه په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۵ مړي ترلاسه شوي دي، خو د ژغورنې ادارو چارواکي وايي، په دغه ښار کې هره میاشت تر شلو زیات مړي ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG