د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستانه زرګونو خلکو کډې ویستلي


له وزیرستانه خلک کډې باسي
له وزیرستانه خلک کډې باسي
له پاکستان نه په انګریزۍ ژبه خپريدونکې ورځپاڼه دي نيوز کی ليکوال رحيم الله يوسفزی ( د اوږد مزل ) د سرخط لاندې په يوه مقاله کې ليکي چې د قدرتي آفتونو سره د مبارزې د قبايلي سيمو د ادارې FDMA په وینا د تيري میاشتي تر ۲۷ مې نيټي پورې د شمالي وزير ستان نه د بي کوره شویو کورنيو شميره څه نا څه اووه نيم سوه وه .

د ليکوال په خبره د تيرو څو کلونو راهیسې په شمالي وزير ستان کې د وسله والو پر ضد د پیاوړو پوځي عملیاتو خبره کیږي. د ګڼ شمير پاکستانیانو او د امریکايي حکومت لخوا د بار بار غوښتنې باوجود تر دا مهاله په دغه قبايلي سيمه کی په پراخه کچه زمکني پوځي عملیات نه دي شوي . خو چي کله هم د پاکستان په نورو ښاري سيمو کې د ترهګرۍ کومه پيښه وشي او استخباراتي ادارې یې ريښي د شمالي وزير ستان سره وتړي ، لکه چي په دې تيرو څو میاشتو کې کومې پيښې وشوې نو پاکستاني جنګي الوتکو یې په محدوده پيمانه ځواب په شمالي وزير ستان کي د هوايي بمبارۍ په صورت کي ورکړو .

ورځپاڼه زیاتوي چې د تيري میاشتي په ۲۲مه نيټه د شمالي وزيرستان په کومو سيمو کی پاکستاني جنګی الوتکو د وسله والو د نښه کولو لباره کومه بمباري کړي وه ، د هغې له وجي چې کومي کورنۍ بي کوره شوې وې ، خپلو سيمو ته ځکه واپس لاړې چي نه خو يې د پاکستان په نورو ښارونو کې د کرايې په کورونو کي د اوسيدو وس درلودلو، او نه د ښارونو د ټولني په چال چلند پوهيدل . ساده خلک دي او عمرونه يې په خپله قبايلي ټولنه کې تير شوي دي ، خو يو شمير کورنۍ اوس هم په دي باور دي چي يو ورځ به په شمالي وزير ستان کې زمکني پوځي عملیات ضرور کيږي نو ځکه خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي .

د ليکوال په خبره دا مهال د جنوبي وزير ستان نه بې کوره شوي خلک په نږدي ښارونو ، ټانک ، ډيره اسماعيل خان ، بنو ، لکي مروت او پېښور کی وسيږي خو ددغو سيمو د محسودو قبيلي ګڼ شمير کورنۍ تر دا مهال په شمالي وزير ستان کي وسيدې .

خو اوس په شمالي وزير ستان کې د ممکنه پوځي عملیاتو ګنګوسو دغه خلک په يو دوه کې حيران کړي دي چي چيرته لاړ شي . يو شمير کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته هم تللي دي خو تر دا مهاله د پاکستاني حکومت لخوا په دي لړ کي څه انتظانات نه تر سترګو کيږي . ورځپاڼه لیکي حکومت له پکار دي چي د ممکنه پوځي عملیاتو په صورت کي وار له مخې ددغو سیمو نه د بې کوره شویو خلکو لپاره د سرپنا او نورو بنیادي سهولتونو انتظا مات وکړي.

ليکوال ددې مقالې په پای کې ليکي چې که څه هم په شمالي وزير ستان کی وخت په وخت ګرځبنديز يا کرفيو لګول کيږي خو ددې باوجود هم تر دا مهاله څه د پاسه ۱۳ زره خلکو د خپلو سیمو نه کډي کړي دي چي پکي دوه نيم سوه داسې واړه هلکان او جينکۍ هم دي چي له مور او پلار نه ورک دي او د پرورش یې څوک نشته.
XS
SM
MD
LG