د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې د امېدوارې ښځې پر سنګسارولو خفه یو'


د چارشنبې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې نېوي پيلې لاهور هايې کورټ مخې ته د يو امېدوارې ښځې پر سنګسارېدو افسوس ښودلی او ويلې یې دي دا د پاکستان حکومت غفلت دی چې پنځويشت کلنه فرزانه پروين د عدالت مخې ته د خپلې کورنې لخوا ووژل شوه.

د چارشنبې ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې نېوي پيلې لاهور هايې کورټ مخې ته د يو امېدوارې ښځې پر سنګسارېدو افسوس ښودلی او ويلې یې دي دا د پاکستان حکومت غفلت دی چې پنځويشت کلنه فرزانه پروين د عدالت مخې ته د خپلې کورنې لخوا ووژل شوه.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې لخوا جاري شوې خبر پاڼه د نېوي پيلې له خولې ليکي چې د فرزانه پروين له وژنې هغې ته صدمه رسېدلې ده چې د نورو يو شمير ښځو پشان ځکه په بې دردۍ سره ووژل شوه چې هغې د خپلې خوښې له سړې سره واده کړی وو.
نېوي پيلې زياتوي په پاکستان کې هر کال په سوونو ښځې د سزا په توګه ځکه وژل کيږي چې د ودونو په اړه د خپلو کورنو له خوښو انکار کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه په حکومت زور ورکوي. چې «د پاکستان حکومت دې د غيرت په نوم وژنې او د ښځو خلاف د تشدد د پيښو مخنيوي لپاره ضروري او کوټلې اقدامات اوچت کړي»

د تيرې نهې په ورځ ميرمن فرزانه پروين عدالت ته د هغې خلاف د هغې د کورنې لخوا درج شوې مقدمه کې خپل بيان ثبت کولو له تلې وه او د عدالت مخې ته د کورنې شل کسانو لخوا په تيږو د خاوند مخکې ووژل شوه. په دغه کسانو کې د هغې پلار او ورور هم شامل وو.
د فرزانه پروين خاوند مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د هغه مخکې يې د هغه حامله ښځه ډيره بې دردې سره ووژله او هيڅ څوک د هغې مدد له رامخکې نشول.

« زموږ نه پنځه اووه فټ په فاصله پوليس ولاړ وو او تماشه يې کوله، د هغې يو تن په پوليسو کې نوکري کوي نو د دې نه دا ثابتيږي چې پوليس هغې سره ملاؤ وو ځکه هغې زموږ مدد وکړو. حکومت نه دا خاست دې چې موږ ته دې انصاف راکړې شي»

پاکستان کې د زنانو حقونو او هغې سره تړلې امورو لپاره کارکونکې د قامي کميشن مشرې خاور ممتاز مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې چرته زموږ قانون او عدالت زنانو ته دخپلې فيصلې حق ورکوي نو هلته داسي خلک شته چې هغې زنانو ته دهغې د ځان په اړه فيصلې کولو اجازت نه ورکوي.

د دې په وينا د فرزانه پروين په پيښه کې د افسوس خبره دا ده چې شاه خوا خلکو پشمول پوليسو دا د وژنې نه بچ نکړه.

ميرمن خاور خپلو خبرو کې زياته کړه چې د دې پيښې په لړ کې به د پنجاب صوبې وزيراعلى سره خبرې کوي او کوشش به کوي چې دفعه ٣١١ ترلاندې ملزمانو ته سزا ورکړل شي.

«پاکستان پينل کوډ دفعه ٣١١ مطابق چې کوم فساد فى العرض دې نو د هغې لپاره معافي څه حيثيت نه لري. او د دې ترلاندې يو سړې ته د يو جج په صوابديد هغه ته د مرګ سزا او عمر قيد هم کيدا شي. خو افسوس د دې خبرې دې چې دا دفعه نه لګول کيږي او نه يې استعمال کيږي. نو موږ کوشش دا کوو چې پدې کيس کې دا دفعه اولګول شي او ملزمانو ته د دې ترلاندې سزا ورکړې شي. که د دې ترلاندې درې څلور ځل خلکو ته سزاګانې ورکړې شي نو زما پخيال د هغې به څه اثر هم کيږي»

پدې لړ کې د پاکستان د بشري حقونو کميشن چې يو غير سرکاري اداره ده، خپله خبر پاڼه کې وايې د فرزانه پروين د واده څو مياشتې پس دا پيښه اوشوه نو ښکاري چې کورنې يې د وژنې په اراده راغلې وه او د دې پلار دې وژنې ته د غيرت په نوم وژنه ويلې ده چې هيڅ افسوس پرې هم نه کوي.

دا کميشن له حکومته غوښتنه کوي چې د دې جرم غندنه دې وکړې او دا خبره دې يقيني جوړه کړې چې ملزمانو ته سزا ورکړل شي.

د ياد کميشن د معلوماتو ترمخه په کال ٢٠١٣ کې په پاکستان کې د غيرت په نامه ٨٦٩ ښځې وژل شوې دي.
XS
SM
MD
LG