د لاسرسي ځای

تازه خبر

اعلا وزیر مالک بلوڅ هم د لطیف جوهر د لوږې هړتال ختم نه کړ


اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ د لطیف جوهر د لوږې هړتالي کېمپ ته ورغلی
اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ د لطیف جوهر د لوږې هړتالي کېمپ ته ورغلی

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته ولاړ چې له تېرو ۳۸ ورځو راهسې د بلوڅ زدهکونکو تنظیم «بي ایس او ازاد» د غړي لطیف جوهر د نه خوړلو هړتال پای ته ورسوي.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته ولاړ چې له تېرو ۳۸ ورځو راهسې د بلوڅ زدهکونکو تنظیم «بي ایس او ازاد» د غړي لطیف جوهر د نه خوړلو هړتال پای ته ورسوي. خو لطیف جوهر ورته ویلي تر هغو به پر لوږه وي چې د دوی د تنظیم غړی زاهد بلوڅ راخوشی شوی نه وي.


د بی ایس او ازاد غړي تور لګوي چې زاهد بلوڅ په کوټه کې امنیتي ځواکونو اوچت کړی دی.
لطیف جوهر د زاهد بلوڅ تر راخوشې کېدو نهره نیولې
لطیف جوهر د زاهد بلوڅ تر راخوشې کېدو نهره نیولې

اعلا وزیر ډاکټر مالک بلوڅ د نهرې نیولو احتجاجي کېمپ ته د خپل ورتګ پر مهال لطیف جوهر او د هغه تنظیمي غړو ته ډاډ ورکړ چې تر خپله وسه به د زاهد بلوڅ د راخوشې کولو هڅه کوو.

«زاهد بلوڅ زه هم ډېره ښه پیژنم او موږ یو ځای کار هم کړی دی، زموږ دا کوشش دی چې هغه راپیدا کړو، زه تاسو ته باور درکوم چې څومره له ما کیږي هغه به کوم، خو زه له تاسو سره هېڅ داسې ژمنه نه کوم چې سبا یې نه شم پوره کولی، ځکه چې موږ او تاسو ته پته ده چې اصل ستونزه چېرې ده. زموږ دا کوشش دی چې په بلوچستان کې د وروکو خلکو ستونزه ورورو حل کړو»

اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ د مرورو بلوڅانو سره د مذاکراتو په کولو ټینګار وکړو او زیاته یې کړه ، د ده حکومت واک لري چې د پخلاینې عمل پرمخ یوسي او په دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بلوچستان صوبې اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ له ورتګه وروسته هم د لطیف جوهر د نه خوړولو هړتال دوام لري. د جوهر روغتیا ورځ تر بلې په خرابېدو ده. دی وایي، ترڅو چې د دوی تريتم کړل شوی مشر زاهد بلوڅ راڅرګند کړل شوی نه وي احتجاج به یې دوام لري

«زاهد بلوڅ که هرې ادارې له ځان سره بیولی دی، هغه دې یې ومني چې له دوی سره دی. چې هغه مونږ سره دی ، هله به دا احتجاج ختم کړو»

لطیف جوهر زیاته کړه ، په پاکستان او بلوچستان کې حکومتونه بدل شو، خو د بلوڅانو د ورکیدنې لړۍ ونه دریدله او دا د دې حکومتونو د کمزورتیا ښيي، د هغه په خبره د اعلا وزیر عبدالمالک بلوڅ له ورتګ سربېره هم د زاهد بلوڅ یا نورو ورک کړل شوو بلوڅانو د راخوشې کولو هېڅ پوخ باور نه دی ورکړل شوی.

یاده دې وي د اپريل په ۲۲مه نېټه یو بلوڅ سیاسي کارکن لطیف جوهر د کراچۍ پریس کلب مخې ته د نه خوړولو هړتال پیل کړی دی ، د هغه وینا ده چې تر څو د بلوڅ زده کوونکو د تنظیم بلوچ سټوډنټس آرګنايزيشن (بي ایس او ازاد) مشر زاهد بلوڅ خوشي شوی نه وي دا هړتال به د ولږې د لاسه دده ترمرګه دوام لري.

جوهر د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د لوږې نیولو احتجاجي خېمه لګولې ده چې دغلته د یاد تنظیم نور کارکنان هم ناست وي. د دې ترڅنګ په کراچۍ کې د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنو استازي هم دغې احتجاجي خېمې ته وخت په وخت ورځي او زاهد بلوچ د خوشې کولو غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG