د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ټول ولس د ترهګرو ناسمه نظریه رد کړې”


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، ټول ولس په یوه خوله د ترهګرو ناسمه نظریه رد کړې ده او دا چې د پاکستان پوځ به په هر حال کې د قبایلي ولس ملاتړ ته دوام ورکوي.


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، راحیل شریف دا خبرې پرون د سېشنبې پر ورځ ، په جنوبي وزیرستان کې د پوځي مرکز د سفر پر وخت وکړې.

نوموړي په جنوبي وزیرستان کې د پوځ له خوا د پرمختیايي پروژو د کار جاج هم واخیست. د بیان تر مخه، راحیل شریف زیاته کړه چې په پرمختیايي پروژو کې به قبایلي ځوانان هم شامل کړي.

د پاکستاني پوځ مشر دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې څو ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې د پوځ په بمبارۍ کې د مشکوکو وسله والو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله او مالي تاوان ور په برخه شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG