د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د سیکانو سپېڅلي کتاب سپکولو پېښې زیاتې شوې


په سیند صوبه کې کې مېشت سیک لږکيان وایي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې د مذهبي سپېڅلي کتاب ګورو ګرانت د سپکاوي پېښې زیاتې شوې دي.

په سیند صوبه کې کې مېشت سیک لږکيان وایي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې د مذهبي سپېڅلي کتاب ګورو ګرانت د سپکاوي پېښې زیاتې شوې دي.


د پاکستان سیک کونسل چارواکي من موهن سینګ اېریدي مشال ریډیو ته وویل، د دوی د سپېڅلی کتاب سپکولو پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي او په دې ورستیو کې د کراچۍ په لی مارکېټ او د سیند صوبې په پنوعاقل کې بیا بیا د دوی سپېڅلي کتاب سوځول شوی.

«دا پېښې د تېر یو کال څخه مخ په زیاتیدو دي ، په دې ورستیو کې په پنو عاقل او کراچۍ لي مارکیټ سېمو کې نامالومه خلکو زمونږ سپېڅلی کتاب ګورو ګرانت باندې پټرول اچولي دي او هغه یې سوځوولی دی ، تر دې مخکې په لاړکانه، دادو، ترپارکر او نورو سېمو کې هم دغه ډول پېښې مخې ته راغلي دي»

د مذهبي لږکیو سیکانو د تنظیم پاکستان سیک کونسل مشر رامیش سینګ وایي دا وخت د کراچۍ په ګډون د سیند په ټوله صوبه کې تر ۱۸۰۰۰ پورې سیکان اوسيږي او دغو پېښو سخت ځورولي او دړدولي دي.

«په سیند صوبه کې دټولو مذهبي لږکیو سره دغه ډول سلوک کیږي ، یوازې سیکان نه دي چې ددې ډول سلوک سره مخ دي . حکومت له پکار دي چې داسې څه لایحه عمل جوړ کړي چې دا ډول پیښو مخه ونیول شي . که په دې اړه قانون سازي وشي او مندرونو ته تحفظ ورکړل شي نو امید دی چې دا ډول پېښې به راکمې شي»

ددغه تنظیم چارواکی منموهن سینګ افریدی وایي په سیند صوبه کې ددوي د مذهب د سپکاوي په تور پولیسو تراوسه صرف مقدمې لیکلي دي ، خو پولیسو تراوسه په دغو پېښو کې د ککړو کسانو په نیولو کې پاتې راغلي دي . د هغه په خبره که حکومت د مۍ تر ۳۱ نیټې دغه ککړ کسان ونه نیسي نو دوي به په ټول پاکستان په احتجاج لاس پورې کړي

«پولیسو ددې ټولو پیښو ایف اي ارز لیکلي دي ، خو نورې پلټنې یې نه دي کړي او نه یې تراوسه په دې تور څوک نیولي دي ، که حکومت په دغو پیښو کې ککړ عناصر ونیسي نو مونږ هیڅکله احتجاج نه کوو، خو که د حکومت اوسنۍ رویه همداسې وي نو مونږ به نه یوازې په ټول پاکستان کې بلکې د پاکستان څخه بهر هم زمونږ د سپیڅلي کتاب د سپکاوي په ضد احتجاج پيل کړو»

منموهن سینګ افریدي زیاته کړه ،په پاکستان کې ګڼ شمیر هندوان او نور داسې خلک شته چې زمونږ په شان پټکي نه وهي، خو هغوي په خپلو خپلو طریقو زموږ د سپېڅلي کتاب ګوروګرانت لولي او دې ته احترام لري ، او دوي به هم په دې مظاهرو کې ګډون کوي.

په سیند صوبه کې د مذهبي لږکیو د چارو وزیر ګیان چند مشال ریډیو ته ویلي په سیند صوبه کې مذهبي لږکیو سیکانو د مذهبي کتاب د سپکاوي نوټس دوي اخیستلی دی . د هغه په وینا حکومت کوشش کوي په دغو پیښو کې ککړ کسان زر تر زره د قانون منګولو ته وسپاري .

XS
SM
MD
LG