د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۶مه کاله به ټول امریکايي عسکر افغانستان پرېږدي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پلان لري چې په افغانستان کې نهه زره اته سوه امریکایي عسکر پرېږدي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پلان لري چې په افغانستان کې نهه زره اته سوه امریکایي عسکر پرېږدي.


یو جګپوړی امریکایي چارواکی وایي، ولسمشر اوباما به ډیرژر په افغانستان کي له ۲۰۱۴ م کال وروسته د خپلو عسکرو د پاته کېدو پلان اعلان کړي.

دا شمېره له هغه وروسته په ډاګه کېږې چې ولسمشر اوباما د یکشنبې پر ورځ، افغانستان ته د خپل سفر پرمهال په باګرام کې د امریکا له پوځي قوماندانانو سره خبرې وکړې.


امریکایي چارواکي وایي، د ولسمشر د پلان له مخي، ۹۸۰۰ امریکایي عسکر به تریوه کاله پورې په افغانستان کي پاته وي او د ۲۰۱۵ م کال په پای کي به یې شمیر نیمایي ته راټیټ شي.

د ۲۰۱۶م کال په پای کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شتوالی د عراق په څېر، د سفارت عادي کچې ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG