د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په افغانستان کې مو د تاریخ اوږده جګړه په ختمېدو ده'


د امریکا ولسمشربارک اوباما د بګرام په پوځي اډه کې له امریکايي پوځیانو سره ولیدل
د امریکا ولسمشربارک اوباما د بګرام په پوځي اډه کې له امریکايي پوځیانو سره ولیدل

اوباما هیله څرګنده کړه، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به د نوي افغان ولسمشرله لوړې وروسته لاسلیک شي

د امریکا ولسمشربارک اوباما د بګرام په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان جګړه به سږکال پای ته ورسوي.


اوباما چې؛ د خپلو سرتېرو سرشیندونو یادولو د ځانګړې ورځې په مناسبت وینا کوله وویل، چې د افغانستان جګړه یوه حساس پړاو ته رسېدلې ځکه افغان ملي امنیتي ځواکونو د خپل هېواد د امنیت لومړني مسوولیتونه په غاړه اخیستي دي.


اوباما همدا راز هیله څرګنده کړه، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به د نوي افغان ولسمشرله لوړې وروسته لاسلیک شي:

″زه هیله من یم چې کله چې د افغانستان نوی ولسمشر لوړه وکړي، نو دوه اړخیز امنیتي تړون به چې اجازه راکوي څو پرمخ ولاړ شو لاسلیک کړو او که فرضا دا امنیتي تړون لاسلیک شي نو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل محدود پوځي حضور لپاره یو پلان جوړولای شو ځکه له دومره ډېرو قربانیو وروسته غواړو هغه بریاوې چې ستاسو په مټ ترلاسه شوي وساتو.

موږغواړو دا یقین ترلاسه کړو چې افغانستان به بیا هېڅکله هم زموږ د هېواد پرضد د حملو لپاره ونه کارول شي.″

امریکايي چارواکي د دې تړون لاسلیک چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د یو شمېرامریکايي پوځیانو پاتې کېدل قانوني کوي ډېرمهم بولي.

ولسمشر اوباما همدا راز د افغان امنیتي ځواکونو د روزنیز پروګرام ستاینه وکړه:

″موږ ویل چې د افغان ځواکونو وړتیاوې به پیاوړي کوو چې هغوی د خپل هېواد امنیت ساتلو جوګه شي.

تاسو افغان ځواکونه روزئ او رغوئ یې. موږ پوهېږو چې د دوی په وړاندې لاهم ډېره اوږده لاره پرته ده خو له نژدې یوکال راهیسې افغان ځواکونه د عملیاتو مشري کوي او خورا زیاته قرباني ورکوي.

د دوی تلفات وګورئ. افغان ځواکونه پیاوړي کېږي. افغانان ویاړي چې په خپله د خپل هېواد دفاع کوي خو په دې کې ډېره ونډه ستاسو ده.″

اوباما خپلو پوځیانو ته ډاډ ورکړ ویې ویل، د زیات شمېر امریکايي سرتېرو لپاره به سږکال په افغانستان کې د خدمت وروستی کال وي.

ولسمشراوباما همدا راز له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام ژمنه وکړه او ویې ویل، چې امریکا به د ستراتیژیک شراکت په مټ له افغانانو سره د ملي موسسو او اقتصاد د رغونې لپاره له هڅو سره مرستو ته دوام ورکړي.

پرونی سفر افغانستان ته د ولسمشرپه توګه د اوباما څلورم سفر و

ولسمشرحامد کرزي د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره د بګرام په پوځي اډه کې د کتنې غوښتنه رد کړه.

د ولسمشریز دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي، دا غوښتنه په کابل کې د امریکا سفارت کړې وه، چې د افغانستان ولسمشر دې له بارک اوبام سره د لیدو لپاره د بګرام پوځي اډې ته ورشي.


"د افغانستان ولسمشر دا غوښتنه رد کړه او په ځواب کې یې وویل، دی د خپل افغاني دود له مخې حاضر دی چې په کابل کې په ارګ کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما مېلمه کړي خو د هغه لیدلو ته د بګرام پوځي اډې ته نشي تلای.’

امریکايي چارواکو هم تایید کړې ده چې افغان ولسمشر دامریکا له ولسمشر سره د کتنې غوښتنه رد کړې. فرانسپرس خبري آژانس د یوه امریکايي مقام له قوله لیکي چې وايي، د حیرانتیا خبره نه ده چې ولسمشرکرزي داسې یوه ناوخته بلنه ونه منله.

فرانسپرس د یادشوي مقام په حواله زیاتوي چې ښايي اوباما په راتلونکو ورځو کې له کرزي سره ټلفوني خبرې وکړي او همداراز د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره ګډ کار ته سترګې په لار دی.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر له امریکايي سرتېرو سره له کتنې او خبرو وروسته تېره شپه ناوخته له هغو سره خدای پاماني وکړه او ستون شو.
XS
SM
MD
LG