د لاسرسي ځای

تازه خبر

زبیر حسرت وايي د قلندر مومند په لاس روزل شوی دی


ډاکټر زبیر حسرت د مشال راډیو سره د مرکې پرمهال
ډاکټر زبیر حسرت د مشال راډیو سره د مرکې پرمهال

ډاکټر زبیر حسرت په باچا خان پوهنتون چارسده کې د پښتونخوا د څیړنیز مرکز (سټډي سنټر ) ډایریکټر دی. زبیر حسرت شاعر دی، ادیب دی او څېړن کار دی. نوموړی د ژوند د ډېرو تودو سړو نه راتیر شوی دی خو تل په خپل عزم کې ثابت قدم پاتې شوی دی.

زبیر حسرت وايي د ایم فل او د پي ایچ ډي د ذدکړو پرمهال ورته په لاره کې ډیر خنډونه اچول شوي وو، خو ده هیڅکله حوصله نه ده بایللې.

نوموړی وايي ، تير صوبايي حکومت کې د پښتو د نصاب کتابونو کې یی ډیره برخه وه او ادعا کوي چې موجوده صوبایي حکومت د پښتو د نصاب کتابونو نه د باچا خان او غنی خان په حقله مضمونونه لرې کول غواړي. نن په مشال مرکه کې زمونږ همکار خالد خان سره میلمه دی.دا مرکه تاسو لاندې په غږ کې اوریدلای شئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG