د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو ته ولې نړیوالې مرستندویه ادارې نه ځي ؟


فایل فوټو
فایل فوټو
تیره اونۍ چې د پاکستان جنګي الوتکو د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان په ځبنو برخو کې د وسله والو په پټن ځایونو بریدونه وکړل نو حکومت د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل ، خو ولسي خلکو بیا ادعا کوله چې په دغه بمبارۍ کې منځه ګړي قبایل هم مړه او ژوبل شوي او همدارنګه یې مالي تاوانونه ګاللي دي.

د پاکستان په نورو سيمو کي چي کله د تشدد پيښې رامنځته شي نو يو شمير امدادي ادارې د ژوبل شویو او وژل شویو کسانو سره د مرستو په موخه د پيښي ځای ته د ډاکټرانو او امبولانسونو سره ورځي، او س پوښتنه دا ده چي آیا دغه عمل په قبايلي سيمو کی تر سره کيږی او که نه ؟ د شمالي وزير ستان د موساکي کلي الیاس خان په دي اړه وايي :

(( چې څه وخت حمله وشي، خلک خپل مړي او زخمیان خپله ټولوي ، امبولانس څوک پیژني هم نه، خو کله چې پوځیان زخمیان شي خو خپل کسان په هیلي کوپټرو کې هسپتال ته رسوي. ))

د عالمي ادارو دپریکړې تر مخه کله چې هم د نړۍ په کومه برخه کې شخړه روانه وي، د نړي وال سره صليب او د مقامي سره صليب اداري امدادي کارکونکو باندي لازمه وي چي کومه شخړه کي انساني مرګ ژوبله رامنځته کيږي چي هغو سیمو ته ولاړ شي . په اسلام آباد کی د نړي وال سره صليب ادارې ICRC ویاند نجم الثاقب ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی امدادي کارکونکي ولي قبايلي سيمو ته نه ځي وویل :

(( د پاکستان حکومت دا دريځ لري چي په قبايلي سيمو کې کومه پرتشدده شخړه روانه ده ، دا يو مقامي شخړه ده ، موږ د پاکستان ددغه دريځ قدر کوو او منو یې، نو ځکه موږ هلته نه ځو او بله دا چې په قبايلي سيمو کې د امنيت صورتحال هم ډير ښه نه دی . ))

د نجم الثاقب ددې څرګندونو په غبرګون کې د قبايلي سيمو د وکيلانو د اتحاديې يو مشر عبدالکريم محسود وايي :

(( په دې کې حقیقت نشته ، بلکه بد نیتي ده. داشخړه صرف د پاکستان پورې محدوده نه ده ، دا یوه نړیواله شخړه ده. نړیوالو مرستندویه ادارو له پکار دي چې که د جنګ منځ ته نشي تللی نو بنو ، میران شا ، ټانک او ډیره اسماعیل خان کې خو دې خپل دفترونه پرانیزي. ))

عبدالکريم محسود وايي که د صحت نړې والي او ملکي امدادي ادارې قبايلي سيمو ته نه شی تلای نو ددغو سیمو ولس لپاره دي بیا د صحت په اړه د روزني و رکولو پروژي پيل کړي، دده په خبره ددې له وجي به عام اولس ته ډيره ګټه ورسيږي.
XS
SM
MD
LG