د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي له طالبانو سره مذاکراتي عمل ختم شوی نه دی


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي په شمالي وزیرستان کې په لویه کچه د پوځي کارروايۍ او له طالبانو سره د مذاکراتي عمل د ختمولو په لړ کې حکومت تراوسه هیڅ پریکړه نه ده کړې.

چوهدري نثار علي خان تیره ورځ د مطبوعاتو سره د خبرو پرمهال وویل داچې په شمالي وزیرستان کې پر پوځي او ملکي ادارو او خلکو باندې وسله والو په دې وروستیو کې بریدونه ترسره شوي چې په ځواب کې یې دپاکستان پوځ هم په سیمه کې بریدونه کړي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې حکومت د اسلام اباد او د نورو ښارو د امنیت د واګو د پولیسو پر ځای پوځ ته د سپارلو په اړه څه ډول پریکړه نه ده کړې.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په ځینو برخو کې شدیده بمباري وکړه چې په پایله کې یې د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو.

په سیمه کې ځايي اوسیدونکي وايي د حکومت او طالبانو ترمنځ په جګړه کې دوی هم ډیر زیات ځاني او مالي زیانونه لیدلي دي.

له هم دې کبله ګڼ شمیر قبایل نورو سیمو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي. د سیمې خلک د ګرځبندیز ( کرفیو ) نه هم سر ټکوي.
XS
SM
MD
LG