د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله ((د مرګ قاصد)) که د افغانستان لپاره هیله؟


ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند
ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ نوماند

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مالیې له پخواني وزیر ډاکتر اشرف غني احمدزي سره سیالي کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مالیې له پخواني وزیر ډاکتر اشرف غني احمدزي سره سیالي کوي.


د ورځپاڼې په خبره، په ۱۹۹۰ز لسیزې کې چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وه، هغه مهال عبدالله عبدالله ته ځینو خلکو ((د مرګ قاصد)) نوم ورکاوه. دی هغه وخت مشهور شو چې د حکومتي چارواکي په توګه به یې وخت په وخت د هغو مخالفانو د مرګ ژوبلې شمېر اعلاناوه چې د هغو جګړو ښکار شوي ول.

ورځپاڼه لیکي، په وژل شویو کې زیاتره پښتانه ول چې د افغانستان د نفوس اکثریت وګړي دي. یوې خوا ته که د اپرېل د پینځمې په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله تر ټولو زیاتې رایې اخیستل د افغانستان لپاره د هیلې ښکارندويي کوي، نو بلې خوا ته داسې ځینې پښتانه هم شته چې فکر کوي که عبدالله عبدالله په دویم پړاو کې انتخاب شو نو دا عمل به پښتانه ناکراره کړي او ان دا چې ځینې پښتانه به له طالبانو سره یو ځای کېدو ته اړ کړي.

د ۱۹۹۰ز لسیزې پر وخت د عبدالله عبدالله له کرداره په باخبره کسانو کې یو عبدالقیوم دی چې د افغانستان بانک مشر وو او دا مهال د اقتصاد استاد دی. دی وايي، هغه مهال به عبدالله عبدالله اعلان کاوه چې دومره او دومره کسان ووژل شول.

دی وايي، ((هېڅ باور یې نشي چې [عبدالله] به بدل شوی وي.))

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې داسې پښتانه هم شته چې غواړي داسې یو کس ولسمشر شي چې د ترهګرۍ او جنایت پر وړاندې مبارزه وکړي. دا پښتانه د دې په اړه فکر نه کوي چې ولسمشر دې پښتون وي یا تاجک او یا هم د بل توکم. په دوی کې زیاتره شمېر د ځوانانو دی.

په دوی کې یو وکیل نومېږي او په کابل کې ټیکسي چلوي. دی وايي، پښتنو تل پر افغانستان حکومت دی کړی دی خو دا ځل دی دا په دې پسې نه دی چې څوک به یې ګټي.

د وکیل په خبره، هر کس چې انتخابات ګټي باید په هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د کابل پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې استاد ودیر ساپي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، ځوان تاجکان، ځوان ازبکان او ځوان پښتانه ټول سره ملګري دي.

د ورځپاڼې په خبره، په افغانستان کې ځینې افغانان داسې هم دي چې توکم یا توکمیزو کیسو پسې نه ګرځي خو د عبدالله عبدالله ماضي یې وېروي. دوی دا فکر کوي چې که عبدالله عبدالله د افغانستان ولسمشر شي نو د کورنۍ جګړې د وخت قوماندانان به زیات پیاوړي شي او په هېواد کې به تښتونې او شوکې زیاتې شي.

خو ډاکتر عبدالله عبدالله دا تورونه نه مني او دا ډول خبرې د افغانستان لپاره ((زهرجنې)) بولي. نوموړي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته زیاته کړې ده چې افغانانو ((د مرګ قاصد)) ته رایه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG