د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې درې اړخیزه غونډه پر ډیورڼد کرښه شخړه څېړي


افغان دولت ادعا کوي چې پاکستانی پوځ بیا بیا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان سیمو ته توغندي ولي.
افغان دولت ادعا کوي چې پاکستانی پوځ بیا بیا ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان سیمو ته توغندي ولي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستيو ناآرامیو په اړه د بحث لپاره د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخیزه غونډه نن دوشنبه په کابل کې جوړه شي.


د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستيو ناآرامیو په اړه د بحث لپاره د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخیزه غونډه نن دوشنبه په کابل کې جوړه شي.


د افغانستان دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري مشال راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو شخړو په اړه چې افغان حکومت يې د پاکستان له خاورې برید بولي بحث وشي:

"په سرحد کې خصوصاً د راکټونو او د توپچي مرمیو د راغورځولو په اړه به خبرې وشي او چون د پاکستان لوی درستیز نوی ټاکل شوی؛ نو دا به په افغانستان کې په درې اړخیزه غونډه کې د هغه لومړی ګډون وي."

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ مشر راحیل شریف به په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن (دوشنبه)کابل ته ځي.


جنرال شريف دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې له هغه وروسته ترينګلي شوي، چې د پاکستان پوځ ډيورنډ کرښې ته څېرمه ځينې پوځي تاسيسات جوړول غوښتل، د دغه لانجې له وجې د افغان اردو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښتو کې يو افغان سرتېرى هم وژل شوی وو.

د پاکستان د دفاعي چارو کارپوهان په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي خړې شوي او همداراز د سږ کال په پاى کې له افغانستانه ډېرى نړېوال ځواکونه وځي، کابل ته د جنرال راحيل شريف سفر مهم بولي.

د دفاعي چارو کارپوه او د پاکستان پخوانی پوځي بريګېډيېر سيد نذير مومند په پېښور کې د ازادۍ راډیو له خبریال ذبيح شفق سره په خبرو کې وویل،

" په دې موقع کې چې په افغانستان کې يو نوى حکومت راتلونکى دى، دويمه خبره دا ده چې په هندوستان کې انتخابات وشول او يو سختګير حکمران رامنځته شو. بل طرفته چې وګورې نو وزیر اعظم نواز شريف ايران ته تللى وو او هلته يې له ايراني چارواکيو سره کتلي ول. نو په دې وخت کې د پوځي مشر جنرال شريف افغانستان ته تګ مهم دى او ضروري خبره ده چې د دې ښۀ نتايج به راوځي."


جنرال راحيل شريف پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې په دې وروستيو کې د امريکا ځينو جګپوړو دولتي او پوځي چارواکيو په اسلام اباد کې د دغه هېواد له وزیر اعظم نواز شريف او همداراز له جنرال راحيل شريف سره کتلي او له هغوی يې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو مخکې د دې هېواد پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سختدريځه وسله والو مرکزونه له منځه يوسي.

بريګيډير نذير مومند هم وايي، چې افغان دولت به يو ځل بيا له جنرال راحيل شريفه وغواړي، چې په وزيرستان کې د مېشتو سختدريځه وسله والو پرضد پرېکنده عمليات وکړي:

" دا غوښتنه پخوانۍ هم ده او هغوى [افغانان] بيا دوباره هم ددې غوښتنه کوله شي. خو اصلي خبره دا ده، د افغانستان هغه خدشات چې هغوى يې د پاکستانیو سيکيورټي ايجنسيانو [استخباراتي ادارو] په اړه لري، هغه پاکستان تر کومه حده پورې چې لرې کولاى نه شو نو تر کومه حده پکې کموالى راوستلاى شي؟ او بلخوا پاکستان په خپلو طالبانو څومره قابو موندلای شي، چې په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي؟."

نوموړى همداراز وايي، پاکستان غواړي چې د دې هېواد په وړاندې د افغانستان د نوي حکومت پاليسۍ معلومې کړي، همدا لامل دى چې د جنرال راحيل شريف دا سفر به د پاکستان لپاره مهم وي.

ياده دې وي، چې د پاکستاني پوځ لوى درستيز څو ورځې وړاندې له امريکايي چارواکيو سره د ليدنې پر مهال ويلي وو، چې دوى په افغانستان کې سوله غواړي، او هلته سوله د پاکستان په ګډون د ټولې سيمې په ګټه ده.
XS
SM
MD
LG