د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وفاقي وزير چودري نثار علي خان وایي، حکومت غواړي له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو ښې نتیجې رابرسېره کړي.
چودري نثار دا خبرې د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
نوموړي وويل له طالبانو سره نیېغ په نېغه په خبرو کې پرمختګ به په راروانو څو ورځو کې تر سترګو شي او په دې بهير کې د ځنډ پړه باید پر حکومت وا نه چول شي ځکه چې د نوموړي په وينا له طالبانو سره په وروستیو خبرو کې دا فیصله شوې وه چې د خبرو د بل پړاو لپاره به ځای او نېټه طالبان ټاکي.
تر دې وړاندې د مذاکراتو لپاره د طالبانو د کمېټۍ غړي مولانا يوسف شاه مشال راډيو ته ويلي و چې چې د خبرو اترو په پروسه ځينې ستونزې شته خو هغه ژر هواري کړل شي.
نښلول
شریک کړئ
جاوندري نصار
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:42
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.