د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راتلونکې افغان ولسمشر لپاره امنیتي ننګونې


سازمان وايي، چې د څلورو ولايتونو فارياب، پکتيا، کونړ او کندهار جاج يې له نږدې اخیستی دی او داسې نښې نښاني دي چې په دغو ولايتونو کې به په لنډ مهاله توګه شخړه ژوره شي.

د کړکيچ نړيوال سازمان« انټرنېشنل کرايسز ګروپ »د انتقالې دورې وروسته په افغانستان کې د تندلاریتوب په اړه یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په دوه زره ديارلسم کال کې يوه نوې مرحله شروع شوې ده. د سازمان په خبره اوس په دې هيواد کې اورپکې او افغان ملي اردو يو بل ته مخامخ دي.


انټرنيشنل کرايسز ګروپ پخپل کې پر مخ وايې که څه هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاميابه سره تر سره کېدنې او د امنيت ذمه واري د افغان ملي اردو پر غاړه اخیستني د دې هيواد د امنيت په اړه په افغانستان کې دننه او دباندي ځينې کړی خوشبينه کړي دي خو د رپورټ په خبره له دې سربيره هم راتلونکی ولسمشر به د امنيت په برخه کې له چيلنجونو سره مخامخ وي.

سازمان وايي، چې د څلورو ولايتونو فارياب، پکتيا، کونړ او کندهار جاج يې له نږدې اخیستی دی او داسې نښې نښاني دي چې په دغو ولايتونو کې به په لنډ مهاله توګه شخړه ژوره شي.

خو د سازمان په خبره داسې هم نه ده چې افغانستان به بيرته هغې دورې ته ولاړ شي کله چې شوروي پوځونه له دې هيواد وتلي وو.

د رپورټ په وينا افغان ملي اردو اوس هم ډېرو نړۍوالو مرستو ته ضرورت لري.

انټرنېشنل کرايسیز ګروپ د باثباته افغانستان لپاره ځينې وړانديزونه کوي.

لومړی دا چې افغانستان بايد له امريکا او له ناټو سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي، په جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د شمېر راکمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي او د درغلۍ ضد اقدامات وکړي چې دا رنګه امنيتي کارکوونکو ته تنخواګانې، مراعات او نور لاجسټکي وسايل ورکول يقيني شي.

دا رنګه افغانستان پکار دی د پاکستان په ګډون له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره سفارتي اړيکې پياوړې کړې چې له اورپکو سره د خبرو اترو عمل بيا پیل شي.

دا شان له پاکستان سره د تاوتريخوالي ختمولو لپاره داسي لاري و لټوی چې له مخي يې د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخيزه اقتصادي همکاري پراخه شي.

ددې ترڅنګ باید افغانستان په پاکستان کې دننه له مخامخ پوځي اقدام او يا بيا پاکستان ضد اورپکو له ملاتړ کولو ډډه وکړي.

سازمان امريکا ته وړانديز کوي چې بايد د ځانګړو ځواکونو چې ورته موبايل سټريک فورس وايې شمير زيات کړي.

دا رنګه بايد امريکا له نورو مرستندويه هيوادونو سره په ګډه داسې لارې چاري ولټوي چې د افغانستان هوايي ځواک پياوړی شي چې پر خپلو لري پرتو سيمو کنټرول ترلاسه کړي.

انټرنينشنل کرايسز ګروپ مرستندويه هيوادونو ته وړانديز کوي چې بايد د ټولو مرستندويه هيوادونه يوه غونډه راوبولي چې پکې د افغانستان د کلني بجټ لپاره د پيسو د نورو زياتولو جاج واخلي.

دا رنګه دوی بايد د درغلي ضد اقداماتو کې د افغانستان مرسته وکړي.

دا شان مرستندويه هيوادونه بايد افغانستان سره سفارتي مرسته هم وکړي چې دا شان ددې هيواد له پاکستان سره اړيکي ښه شي او د سولي خبري اتري بيرته شروع شي.
XS
SM
MD
LG