د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې یو بله پښتنه ماشومه ګوزڼ وهلې


د کراچۍ ښار په ګډاپ ټاون کې یوه بل کاشوم ته ګوزڼ لګېدلی دی. چارواکي وایي، د ګوزڼ وایرس په اتلس میاشتنۍ ماشومې «اقصا » کې موندل شوی چې د قبایلي سیمې ده.

د کراچۍ ښار په ګډاپ ټاون کې یوه بل کاشوم ته ګوزڼ لګېدلی دی. چارواکي وایي، د ګوزڼ وایرس په اتلس میاشتنۍ ماشومې «اقصا » کې موندل شوی چې د قبایلي سیمې ده.

ډاکټر مظهر خمیساني وايي، سږ کال تراوسه پنځه پښتانه ماشومان د ګوزڼ وایرس وهلي دي
په کراچۍ کې د ګوزڼ څاڅکو ورکولو کمپاین مشر ډاکټر مظهر خمیساني د سېشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل، چې دا په کراچۍ ښار کې سږ کال موندل شوی پنځم کېس دی.

«دا اتلس میاشتنۍ پښتنه ماشومه ده. د هغې کورنۍ ۶ میاشتې مخکې له قبایلي سیمې وزیرستانه ګډاپ ټاون کراچۍ ته په کډه راغلې ده. د اغیزمنې شوې ماشومې مور پلار په وزیرستان او کراچۍ دواړو ځایونو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو څخه انکاري ول»

ډاکټر مظهر خمیساني زیاته کړه تراوسه درې کېسونه په ګډاپ ټاون، یو په بلدیه ټاون او یو کېس د اورنګي ټاون په توري بنګش کالونۍ کې موندل شوي. د هغه په وینا سږ کال تراوسه پنځه واړه کېسونه په پښتنو ماشومانو کې موندل شوي دي.
د روغتیا د نړیواله اداره وايي، په پاکستان کې سږ کال یو کم پنځوستو ماشومانو ته ګوزڼ وایرس لګېدلی دی
کراچۍ ښار د ابادۍ له پلوه د پاکستان ستر ښار دی او دلته تر ۲۰ میلونو زیات خلک استوګن دي چې پکې د پاکستان د بیلا بیلو برخو او نورو ملکونو نه راغلي کورینۍ شاملې دي . خو په دغه ښار کې د ګوزن له رنځ څخه زیاتره پښتانه اغیزمن کیږي ، دا چې ددې وجه څه ده ؟ په دې اړه مې له ډاکټر مظهر خمیساني څخه وپوښتل.

«د دې دوه وجې دي یو خو دا خلک زیاتره وخت خپلو کلو ته ځي راځي، د دې تګ راتګ (هجرت)پر مهال زیاتره وخت ماشومان له ګوزڼ ضد څاڅکو اخیستلو څخه پاتې شي ، د دې بله وجه خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار دی، که اوسني کېس ته وګورو دا په ګډاپ ټاون کې پېښ شوی دی، دا درېیم کېس دی چې سږ کال دلته وموندل شو، دې ځایونو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو ټیمونه په ډېر مشکل سره ځي او په دې سېمه کې ډېری خلک خپلو ماشومانو ته له ګوزڼ څاڅکو ورکولو انکار کوي»

ګډاپ ټاون د کراچۍ یو له حساسو سيمو بلل کیږي. له دې مخکې په دې سېمه کې د پولیو ضد څاڅکو ورکونکو د کمپین پر سيمه ایزو او نړیوالو کارکنانو حملې شوې دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ترمخه دا په پاکستان کې سږ کال رامنځته شوی یو کم پنځوستم کېس دی.

یاده دې وي د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په دې ورستیو کې ویلي ول چې د ګوزڼ وايرس له پاکستانه نورو هېوادونو ته خورېږي نو له دې هېواده بهر ته تلونکی هر کس باید د ګوزڼ څاڅکي اخیستي وي.

یادې ادارې دا هم ویلي ول که داسې ونه شي نو کېدای شي پر پاکستانيانو سفري بنديزونه ولګول شي.
XS
SM
MD
LG