د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: تیرا میدان ته ۶۴۲ کډې خپلو ړنګو کورونو ته ورسېدې


خیبر: تیرا میدان ته ۶۴۲ کډې خپلو ړنګو کورونو ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

خیبر: تیرا میدان ته ۶۴۲ کډې خپلو ړنګو کورونو ته ورسېد

د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره(ایف ډی ایم اي) وايي چې په دې تیرو پنځو ورځو کې د کوهاټ جرمې له مرکزه د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو خوا وشا شپږسوه او دوه څلویښت(۶۴۲) رجسټرډ کورنۍ تیرا میدان ته رسېدلې دي.

د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره(ایف ډی ایم اي) وايي چې په دې تیرو پنځو ورځو کې د کوهاټ جرمې له مرکزه د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو خوا وشا شپږسوه او دوه څلویښت(۶۴۲) رجسټرډ کورنۍ تیرا میدان ته رسېدلې دي.


د ملک دین خېلو قبیلې ستنېدل مکمل شوي دي او اوس د آدم خېلو قبیلې رجسټرډ کورنۍ ستنېږې او له هغه وروستو به شلوبر، زخه خېل او برقمبر خېل هم استول کېږي او د ستنیدو دغه لړۍ به یی د مې دېرشمې نېټې پورې دوام لري.

د کوهاټ په جرمه مرکز کې د یو اېن ایچ سې آر، یونیسېف،سرحد رورل سپورټ پروګرام او داسې نورو ادارو په مرسته د تیرا میدان کډوالو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي او د ټرانسپورټ وړیا آسانتیاوې ورکول کېږي. له دې سره سره یې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین اچوي، او د پاکو اوبو، د صفایي سامان او د صحت آسانتیاوې هم ورکول کیږي، خو دغه کډوال وايي چې په تیرا میدان کې د وسلوالو ډلو ترمنځه د جګړو په وخت د دوی کورونه سوځول شوي او ړنګ کړل شوي دي او باید حکومت دې ورته پام وکړي او دغه کورونه دې هم ورته جوړ کړي.

په دې اړه د تیرا میدان یوه بې کوره شوی تن امین ګل اپرېدي مشال راډیو ته وايي:

«کلي مو وران شوي دي،ټول اړۍ ګړۍ دۍ،د الله په آسرا روان یو،حکومت له پکار دي چې کورونه راته جوړ کړي، د جګړو د لاسه مو کډې راکړي اوس لګ حالات ښه شوي دی نو ځکه ورروان یو»

له تیرا میدانه بې کوره شوو خلکو د کورنو د بیا جوړولو دغې غوښتنې په اړه مو چې کله د قبیایلي سیمو د قدرتي آفتونو سره د مبارزې ادارې ایف ډی ایم اي یو چارواکی عادل ظهور نه وپوښتل نو دوی وویل:

«په دې وروستیو کې د ایف ډی ایم اي او ځینې نړیوالو ادارو د دغې سیمې دوره کړې ده،او سروې یی هم کړې ده،نو مونږ ګورو چې څومره خلک یی واپس تیرا ته ځی،نو د دغو خلکو د ستنیدو وروستو به یو ځل بیا پوره معلومات او د ورانو شوو کورونو کره شیمره را اخلو او نړیوالو ادارو سره به یی شریکه وو چې د کورونو د بیا جوړولو د پاره یی څه مرستې راشی نو هغه به ورکو»

نوموړي زیاته کړه:

«دوی ته به په تیرا میدان کې تر شپږو میاشتو پورې راشن ورکولۍ شی او د چیک له لارې به هرې کورنۍ ته مرحله وار پینځه ویشت زره نغدې روپۍ هم ملاویږی خو په دې کې به وخت لږي»

دوی زیاته کړه چې کوم خلک یی د رجسټریشن نه پاتې دي نو د هغوی د ستنیدو بندوبست به د مې دیرشمې نیټې ستنول کېږي.

یاده دې وی چې د تیر کال په مارچ میاشت کې د تیرا میدان نه د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې او حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصارالاسلام ترمنځه د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوي وو،چې په پیښور،نوښار،اورکزو،او کرمه کې د کډوالو په کیمپونو کې او یاهم د کرایه په کورونو کې دیره شوي وو.

ایف ډی ایم اي وايي چې د کډواولو د ستنېدو په دې دویمه لړۍ کې به ټولې اووه نیم زره کورنۍ ستنوي.
XS
SM
MD
LG