د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۱۲مې پېښې ضد د ملتپالو غونډې


کراچۍ: د مې ۱۲ نیټه په کراچۍ کې د رامنځته شویو پیښو څخه د یوې خونړۍ پیښې یاد د ځانه سره راوړي ، ددې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې پښتون ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یوه غونډه رابللې ده.

کراچۍ: د مې ۱۲ نیټه په کراچۍ کې د رامنځته شویو پیښو څخه د یوې خونړۍ پیښې یاد د ځانه سره راوړي ، ددې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې پښتون ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یوه غونډه رابللې ده.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کراچۍ مشر نذیر جان لاله مشال ریډیو ته وویل، اووه کاله مخکې په همدې ورځ تر ۵۰ زیات کراچیوال وژل شوي و چې په کې ډېری پښتانه ول، د هغه په خبره په رڼا ورځ د رامنځته شوې دغې پیښې نه خو تراوسه پلټنې وشوې او نه یې د یو چا پر ضد مقدمه ولیکل شوه.

«هغه پیښه د کراچۍ پر فیصل سړک رامنځته شوې وه ، په دې کې تر ۵۰ زیات پښتانه وژل شوي ول، او دومره نور ژوبل شوي ول، دومره خو یو څوک په ځنګله کې مارغان هم نه ولي. په دې ځایې کې د استخباراتي ادارو مرکزونه هم شته ، پولیس هم وو، صحافیان هم موجود ول. د هغې پیښې ډېر شواهد د صحافیانو په کېمرو کې خوندي دي خو بیا هم نه یوازې د هغې خونړۍ پېښې پلټنې وشوې او نه یې هم ککړو عناصرو ته سزا ورکړل شوه»


د نذیر جان په خبره دوی به په هغه پېښه کې د ککړو عناصرو تر نیولو او سزا کولو پورې هر کال احتجاجونه او جلسې کوي او د مې دولسمې د قربانیانو کېس به د نړۍ ولسونو ته په ډاګوي.
د عوامي نېشنل ګوند چارواکي وایي، د دوی لخوا هم د دولسم مې د خونړۍ پیښې قربانیانو لپاره قران خوانۍ کېږي. د یاد ګوند یو مشر بشیر جان له مشال راډیو سره په خبرو کې د ۱۲ مۍ پېښه په کراچۍ کې د شورو شوې بدامنۍ پیلامه بللې، نوموړي زیاته کړه:

«په هغه پیښه کې وژل شوي ټول خلک د افتخار محمد چودري د بحالۍ لپاره راوتلي ول، خو افتخار محمد چودري له بحالېدو پس هم هغې پېښې ته هېڅ پام ونړول شو، هغه په وړو وړو پېښو خپلمخي ګامونه «سوموټو ایکشن» اخیستو خو هغه پېښه د ښاغلي چودري پر وړاندې رامنځته شوې وه او هغه یې پخپله عیني شاهد وو خو هغه هم په دې لړ کې هېڅ ونه کړل او نن په هغه پېښه کې ککړ کسان ښکاره ګرځي ، زما په خیال که د هغې پیښې د ذمه وارانو پر ضد کاروایي شوې وای نو نن به په کراچۍ کې دا بدامني، کلنګونه، ژبنۍ او فرقه ایزې نښتې نه وې»

د بشیر جان په خبره که حکومت اوس هم وغواړي هغه کېس پلټنې بیا له نوې سره کولای شي او په پېښه کې ککړ عناصر سزا کولای شي.

هغه پیښه پر داسې مهال رامنځته شوې وه چې د هغه وخت د پوځي ولسمشر پروېز مشرف لخوا د ستر عدالت «سترې محکمې» د لیرې کړل شوي قاضي افتخار محمد چودري د بحالۍ تحریک په زور کې وو. د نوموړي هرکلي ته د کراچۍ له بیلا بیلو برخو پښتانه د کراچۍ هوایي میدان ته وروان ول، چې د ښار په فیصل سړک کې ورباندې وسله والو ګولۍ چلولې وې، په هغه پیښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم ول چې پکې زیاتره اوس هم معذوران دي.
د هغې پېښې پر ضد د قانونپوهانو اتحادیې «پاکستان بار کونسل» کاربندیز اعلان کړی دی، د وکیلانو د احتجاج له وجې د کراچۍ ټول لوی واړه عدالتونه په مکمله توګه بند دي .

یاده دې وي پښتون ملتپاله ګوندونه د مې دولسمې د پیښې تور د هغه وخت په واکمنه پارټۍ ایم کیو ایم او د هغه ګوند د مشر او د هغه وخت د سیند صوبې په داخله وزیر وسیم اختر لګوي خو ایم کیو ایم بیا دغه تورونه تل ردوي.
XS
SM
MD
LG