یاسین خلیل د پاکستان د تحریک انصاف پیښور ضلعې صدر او د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی پخوانی مشیر وایي چې د صوبایي اسمبلۍ سپیکر دې د پلټنو کمیټی وټاکي او ثابته دې کړي چې نا اهل او درغل څوک دی؟ یاسین خلیل چې په دې وروستیو کې ترې حکومتي چوکۍ اخیستل شوې وايي د پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه دي ادا کړي او پرضد یې د پارټۍ دننه د مرورو غړو ډله ( فارورډ پلاک ) جوړه شوې. له یاسین خلیل سره د مشال راډیو همکار خالدخان خبرې کړي دي. دا مرکه لاندې اوریدلای شئ :
یاسین خلیل: د پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک خپل مسولیتونه په سمه توګه نه دي ادا کړي
![یاسین خلیل له مشال راډیو سره خبرې کوي](https://gdb.rferl.org/a1d4654b-3a2b-4ff8-9273-6b612512dc92_cx0_cy18_cw0_w250_r1_s.jpg)