د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د ځوانانو لپاره سلاکار احمد جان وايي، حکومت یې د ځوانانو لپاره يویشت زره نوې نوکرۍ اعلانوي، چې په دې سره به د صوبې ځوانانو بېروزګاري تر ډېره ځایه ختمه شي.
نوموړی وايي، د دوی حکومت د تعلیم او د صحت څانګو ته تر ټولو زیاته پاملرنه کوي، چې نېغ په نېغه به ځوانانو ته ګټه ورسېږي. له احمد جان سره د مشال همکار خدای نور ناصر مرکه کړې.