د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسي : پنځه نیم سوه کورنۍ ستنې شوې


ستنیدونکي کډوال ( فایل فوټو )
ستنیدونکي کډوال ( فایل فوټو )

د قبایلی سیمو د قدرتی آفتونو د نظم اداره (ایف ډی ایم ای) او د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي په تیرو څلورو ورځو کې د کوهاټ جرمې مرکز نه د تیرا میدان بې کوره شویو خلکو خواوشا پینځه سوه او اوه پنځوس (۵۵۷) رجسټرډ کورنۍ باغ میدان ته رسیدلي دي، او د ملک دین خیلو قبیلې ستنیدل مکمل شوي.

دیادې ادارې چارواکي وايي د اتوار د ورځې نه د آدم خیلو قبیلې د بې ځایه شویو خلکو ستیندل پیل شوي چې د دوی یو شمیر کورنۍ به تیرا میدان ته ځي.

یاده دې وی چې د تیر کال په مارچ میاشت کې د تیرا میدان نه د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې او حکومت پلوه وسلوالې ډلې انصارالاسلام ترمنځ د نښتو له وجې په زرګونه خلک بې کوره شوي وو.

XS
SM
MD
LG