د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: په تېرو دوو ورځو کې ۹۲ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي


د افغانستان د ملي اردو عسکر
د افغانستان د ملي اردو عسکر

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د پیروز په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزني ، پکتیا او لوګر ولایتونو په شاوخوا کې ۹۲ تنه وسله وال وژل شوي دي

نجیب الله الوخېل

خوست:
د افغانستان په پکتیا ولایت کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د پیروز په نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزني ، پکتیا او لوګر ولایتونو په شاوخوا کې ۹۲ تنه وسله وال وژل شوي دي. افغان چارواکي وايي چې په دې کې ۳۲ تنه پاکستاني وګړي دي. همدارنګه په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د افغان ځواکونو لاس ته لویدلې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول او ویاند ډګروال احمدجان مخلص د شنبې په ورځ له غرمې وروسته مشال راډیو ته وویل، چې د ملي اردو ځواکونو د نورو امنیتي ادارو سرتېرو سره یو ځای په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پیروز په نوم د پیل شویو عملیاتو په لړ کې د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ او د لوګر د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ تنه وسلوال وژلي او یو اندازه سپکه او درنه وسله يې هم ترلاسه کړې ده.

ډګروال احمدجان مخلص زیاته کړه چې ً د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو لومړۍ پلې لوا منسوبینو نورو افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پیروز تر نامه لاندې د وسله والو مخالفینو په ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي، دوه میله کلاشنکوفونه، اته عدده لاسی بمونه، دوه فیره د راکټ اندازګولی،یو قاب دوربین، (۶۰۰) فیره د کلاشېنکوف او پیکا ماشیندار ګولۍ په لاس راوړي دي . همداراز د تندر قول اردو څلورمې پلې لوا پرسونل د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د خواجه انګور په سیمه کې عملیات کړي، په پایله کې دوه تنه وسله وال مخالفین وژلي او یو تن ژوبل کړی دیً.

احمدجان مخلص د غزني د ګیلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسلوالو سره د ورستیو سختو نښتو او د ملي اردو د عملیاتو په اړه زیاتوي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۸۶ وسلوالو وژلي، چې ۳۲ يې پاکستاني وګړي دي، دی همدارنګه د ۶۳ نورو وسلوالو د ټپي کیدو خبره هم کوي:

هغه وویل ً د تندر قول رادو دریمې لوا منسوبینو د پیروز تر نامه لاندې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۴۸ساعتونو کې د غزني ولایت د ګیلان په ولسوالۍ کې ۸۶ تنه وسله وال مخالفین وژلي، ۶۳ تنه ژوبل کړي دي، چې د وژل شویو او ټپي شویو په ډله کې۳۲ تنه پاکستاني هم شامل دي. علاوه پردې دوه زیکویک، یو میل دهشکه، یوویشت عرابې موټرسایکلونه، یو عرابه سراچه، یو عرابه ډاډسن موټر او ۳۱ کړۍ ماینونه یې هم له منځه وړي ديً.

د یو بل خبر له مخې ، د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت ملي او سرحدي پولیسو د سروبي ولسوالۍ د نوي کلا په سیمه کې په یوه غیر رسمي دیني مدرسه کې چې د بحرالعلوم په نامه یادیږي، ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو په یاده مدرسه کې ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړي، چې په تخریبي او ورانکاره بریدونو کې ورځنې ګټه پورته کېده.

نوموړی زیاتوي، چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې د مدرسې مرستیال په دې قضیه کې نیغ په نیغه لاس لري، نو نوموړی او درې نور د مدرسې استادان په قضیه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

د تندر قول اردو افغان پوځیانو ته په دې عملیاتو کې د اوښتې مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ويلي. د دې خبر تر خپرېدو وسله والو طالبانو په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG