د لاسرسي ځای

تازه خبر

شجاع الملک: په کونړ کې امنيتي حالت ښه شوی دی


د افغانستان د کونړ والي شجاع الملک
د افغانستان د کونړ والي شجاع الملک

د افغانستان په ختيځ کې کونړ يو غرنی ولایت دی او له پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه پروت دی. د تير څه باندې يوه کال راهيسې له دغه ولايت څخه بهرني ځواکونه وتلي او امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوي

جلال اباد: د افغانستان په ختيځ کې کونړ يو غرنی ولایت دی او له پاکستان سره د ډيورنډ په کرښه پروت دی. د تير څه باندې يوه کال راهيسې له دغه ولايت څخه بهرني ځواکونه وتلي او امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل شوي. په جلال اباد کې د مشال همکار د کونړ له والي شحاع الملک سره د دغه ولايت په امنيتي وضعيت مرکه کړې ده.

پوښتنه: د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د کونړ په امنيت کې ښه او که بد والی راغلی دی؟
ځواب: امنيت کې خو ښه والی راغلی او د هغې يو مثال دا دی چې هغه وخت کې چې ایتلافي قواوې د پيچ په دره کې پراته وو، اوه کاله د نورستان لارې بندې وې، یانې تجارتي مالونه به تلل خو اردو ملي، پوليس، رينجر به په قطعي صورت نه شو تلی. کله چې هغوی ووتل، زموږ د امنیتي ارګانونو د ښې همانګۍ په وجه چې موږ عمليات وکړل، نه مو ملکي تلفات لرل، نه مو نظامي تلفات لرل، فقط يو درې کسه زموږ اردو ملي زخميان شوي وو، هغه منطقه ازاده شوه، اوس د نورستان والي له به تاسو لس اته ورځې مخکې ليدلي وي چې په خپلو موټرو کې د کونړ په لاره جلال اباد ته راغی، دغه يې يو مثال دی. اوس په ناړۍ، غازي اباد، اسمار او نورو منطقو کې زموږ امنیتي ارګانونه خپلو منځو کې ډيره ښه هماهنګي او همغږي لري او امنيت ښه شوی دی.

پوښتنه: مرکز اسداباد سره د څوارلسو ولسواليو د رسد لارې څنګه دي؟
ځواب: هيڅ مشکل نشته دی. تاسو به ليدلي وي بعضې ولایتونه حتی په همجوارو ولايتونو کې د انتخاباتو صندوقونه په طیارو کې يوړل شول. موږ خو علاوه له دې نه چې څوارلسو ولسواليو کې مو د موټر له لارې يوړل، د نورستان دوه ولسواليو چې واما او د وانت ولسواليو ته هم موږ يوړل. خو بعضې وخت کې که تصادفي څه شی وشي، هغه تاسو ګورئ چې کابل کې هم داسې واقعات کيږي، نورو ځايونو کې هم کيږي، دا موږ نه وايو چې نه دي شوي يا نه کيږي. دوه کاله مخکې چې به له اسداباد نه به چې وټه پور ته سړی تلو، مشکلات به پيښيدل، هلته يې څو وارې په پولیسانو حمله وکړه، پوليسان يې شهيدان کړل، قومي خلک يې غره ته وخيژول، خلک يې شهيدان کړل.

پوښتنه: په کونړ کې پاکستاني طالبان شته؟
ځواب: واله شته دی وروره، تاسو خو ګورئ چې له کامې نه شروع تر بريکوټه پورې دغه کوم قومونه چې ميشت دي، مومند دي ماموند دي، ساپي دي، سالارزي دي، مشواڼي دي، نور قومونه دي دا د سرحد دواړو غاړو ته پراته دي. موږ کوشش کوو چې له دوی سره ښه اړيکې ولرو او ښه تعلقات جوړ کړو. حتی موږ خپله په پاکستان کې شل پينځه ويشت کاله د مهاجرت وخت تير کړی، د پاکستان د ولسونو په موږ د غره هومره احسان دی. موږ يې په کلکه غندو او موږ په دې باندې ناراضه يو. او دا به موجب د دې شي چې خدای ناخواسته دا به د افغانانو په خاصه توګه د کونړيانو د سرحد هاغاړه خلکو سره به تعلقات خراب شی. او شته دی د تحريک طالبان پاکستان په نوم تحريکيان شته دی چې موږ ته هم درد سر دی، حتی زموږ طالبان د هغو په قبضو کې دي. زموږ طالبان که د هغوی له پنجو نه ووځي، انشاالله زموږ طالبان به له موږ سره هيڅ مشکل ونه لري، ولې چې موږ هغوی ته بار بار دا ويلي دي چې موږ هم مسلمانان يو او تاسو هم مسلمانان يئ، موږ هم افغانان يو کونړيان يو او تاسو هم افغانان يئ کونړيان يئ. موږ سره تاسو څه مشکل لرئ، راشئ کينئ، يو بل سره به خبرې وکړو، که موږ په حقه يو تاسو په حقه يئ، موږ به هم په دې سپينه ږيره تاسو سره غره ته وخيژو.

پوښتنه: د عملياتو خو څه پلان نه لرئ؟
ځواب: نو وايي: تنګ آيد به جنګ آيد. بیا خو د حکومت خپله فیصله ده. که موږ يې پرې نه هم کوو، دا د حکومت خپله پاليسي ده چې بيا هغه نا آرامو منطقو کې چې موږ ته درد سر جوړوي، حکومت به پرې خامخا عمليات کوي.

پوښتنه: په کونړ کې خو داسې ولسوالئ شته چې د دولت په واک کې نه وي؟
ځواب: نه، نه، بعضې درې دي چې د ولسواليو نه جدا شاخونه دي، درو کې د حکومت تسلط نه شته نورو ولسواليو کې موږ هيڅ مشکل نه لرو.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG