د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د هند او روسیې نفوذ ښايي پاکستان ناکراره کړي


 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي. بیجینګ ۲۰۱۲م کال
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل افغان سیال حامد کرزي سره روغبړ کوي. بیجینګ ۲۰۱۲م کال

هند پرېکړه وکړه چې د افغان ملي اردو قوت زیاتولو په موخه به روسیې ته د وسلو او پوځي سامان لپاره پیسې ورکړي

تېره اوونۍ هند پرېکړه وکړه چې د افغان ملي اردو قوت زیاتولو په موخه به روسیې ته د وسلو او پوځي سامان لپاره پیسې ورکړي. د افغانستان او پاکستان چارو پوه احمد رشید وايي، دا کار به نه یوازې په سیمه کې د سیاستونو په بدلولو کې رول ولوبوي بلکې سیمه ییزې سیالۍ به هم پراخې کړي.


لیکوال وايي، پاکستان به دې سودا ته په ډېره توجه ګوري او پر هند به تورونه پورې کړي. تر کلونو هند افغان ولسمشر حامد کرزي ته د هغه پر غوښتنو سربېره د وسلو لکه توپخانې، ټانکونو او الوتکو له ورکولو ډډه کړې ده. امریکا په تېرو کلونو کې په میلیاردونه (اربونه) ډالره ولګول او د افغانستان ملي اردو یې جوړه کړه، خو دا یې هم باوري کړه چې افغان پوځ درنه وسله ونلري چې دا پوځ یوازې د دفاع لپاره کار وکړای شي.

احمد رشید لیکي، امریکا او هند دواړو له احتیاطه کار اخیسته چې پاکستان خپه نه کړي، ځکه چې پاکستان د افغان ملي اردو د سرتېرو پر شمېر انتقاد کاوه او که ملي پوځ ته لویې او درنې وسلې ورکړل شوې وای نو یقیناً به یې خپل غبرګون ښودلای وای.

تر دې وروستیو، د پاکستان پوځ او افغان ملي اردو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه ژور کړکېچ موجود وو. افغانانو په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کاوه چې قصداً له پاکستانیو پټنځایونو وسله والو طالبانو ته افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکوي چې له امریکایانو او افغان ملي اردو سره وجنګېږي.

بل خوا حقاني شبکې په افغانستان کې څو کاله مخکې پر هندي سفارت او نورو ځایونو لویې حملې کړې دي. هند او امریکا هم په بیا بیا د پاکستان پر استخباراتي ادارې ای اېس ای تور پورې کړی دی چې له حقاني وسله والې ډلې سره اړیکي لري.

اوس چې افغانستان ته د وسلو ورکولو تړون شوی دی نو دا داسې دی چې روسیه به پر افغانستان سپکې وسلې خرڅوي او پیسې به یې هند ورکوي. خو دا هېوادونه دا هم وايي چې کېدای شي په راتلونکې کې افغانستان ته درنه وسله هم ورکړل شي.

احمد رشید لیکي، په دې وروستیو کې د امریکا تر څار لاندې او د پیسو له ورکولو سره روسیې افغان هوايي ځواک ته ځینې هیلي کاپټرې ورکړې وې چې افغانانو له وسله والو سره د جګړو پر وخت وکارولې.

د لیکوال په اند، دا هر څه به پاکستان وځوروي یا ناکراره به یې کړي او په افغانستان کې د هندي نفوذ له کبله به د اسلام اباد او ډیلي تر منځ کړکېچ هم ژور شي.

احمد رشید زیاتوي، تر اوسه چین هم افغانستان ته له وسلو ورکولو ځکه انکار کړی دی چې هغه هېواد په شخړو کې ښکېلتیا نه غواړي، خو له پاکستان سره د سیمې د سیاسي حالاتو متوازنه کولو بله لار هم شته او هغه دا ده چې: پاکستان چین ته ووايي چې د افغان ملي اردو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. له دې کار سره به په هغه هېواد کې هندی او روسی نفوذ متوازنه شي.
XS
SM
MD
LG