د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او پتېره بلوچستان د میندو او ماشومانو روغتیا لپاره خطرناک


په پاکستان کې د ماشومانو لپاره یوه کارکونکې نړۍواله اداره سېو دی چلډرن وایي پاکستان په جنوبي ایشیا کې د مور او بچي د صحت په حواله تر ټولو خراب هېواد دی، او بیا په بلوچستان صوبه کې تر ټولو زیاتې میندې د ماشوم زېږون پر وخت مري.

په پاکستان کې د ماشومانو لپاره یوه کارکونکې نړۍواله اداره سېو دی چلډرن وایي پاکستان په جنوبي ایشیا کې د مور او بچي د صحت په حواله تر ټولو خراب هېواد دی، او بیا په بلوچستان صوبه کې تر ټولو زیاتې میندې د ماشوم زېږون پر وخت مري.


د ماشومانو صحت او حقونو لپاره کارکونکې نړۍواله اداره سېو دي چلډرن د مور او بچي د صحت په اړه په خپل کلنیز رپوټ کې وایي پاکستان د جنوبي ایشیا په هغه هیوادونو کې یو دی، چېرته چې د مور او بچي صحت تر ټولو زیات له خطرونو سره مخامخ دي.

دغه رپوټ وایي په پاکستان کې د خوراک د کمي، د صحت د سهولتونو د نشتوالي، او د قدرتي افتونو له وجې هر کال اته څلویښت زره ماشومان د پیدا کیدو وروستو په لومړیو ورځو کې مري. د مور او بچې د صحت په اړه پاکستان د نړۍ په ۱۷۸ و هیوادونو کې په ۱۴۷ م نمبر دی.

په پاکستان کې سېو دې چلډرن د ماشونو حقونو او صحت څانګې ډایرېکټر ارشد محمود وایي دغه رپوټ چې د جهاني مېندو وضعیت (سټیټ اف ده ورلډ مدرز) نومیږي، تر مخه یې په بلوچستان صوبه کې دغه مسله تر ټولو زیاته ده.

( په بلوچستان کې تر ټولو زیاتې میاندې د ماشومانو زېږون پر وخت مري، او دا د پاکستان د حکومت سرکاري شمېري هم ښیي، د پاکستان وګړي او روغتیا د یوې سروې له مخې په بلوچستان کې د سل زره ماشومانو زېږېدو پر مهال ۷۸۵ میندې مړه کېږي. دا شان د پنځو کالو کمو ماشومانو د خوراک او یا د نورو ناروغو له عمله مړه کېدل یوه بله لویه مسله ده. او په بلوچستان کې په سل زره ماشومانو کې ۱۱۱ تر پنځو کالو په کم عمر کې مري.))

دغه رپوټ کې دا هم راغلي په پاکستان کې اوس هم ماشومان د هغو ناروغو نه مړه کیږي، چې ډیر په اسانه یې علاج کیدلای شی خو په ډېرو سیمو کې خلک د صحت بنیادي سهولتونه او پوهه نه لري.

د اسلام اباد پیمز روغتون کې د بلوچستان یوه ډاکټره شهلا مندوخیل وایي، اکثره خلک پوهه نه لري، د تعلیم کمی او د صحت سهولیات نه لرل یوه لویه وجه ده چې زیاتره په بلوچستان او د ملک په نورو برخو کې د مور او بچې د صحت لپاره مرګوني ثابیتېدلای شي.

ډاکټر شهلا وایي (( پنځه بیماریانې ډیرې عامې دي، چې پکې ملېریا، د خوراک کمی، نمو نیا، شری او دست شاملې دی. په بلوچستان کې بیا دغه مسله زیاته ده، خلک شتمن نه دي، مور پوره خوراک نه لري او ډېری ماشومان له زېږون سمدستي وروستو مري))

سېو دې چلډرن په خپل تازه رپوټ کې دا هم وایې په تیرو کالونو کې قدرتي افتونو لکه د سیلابونو له عمله هم د مور او بچي صحت ته نقصان رسیدلی دی.

د رپوټ ترمخه په جنوبي ایشیا کې سري لنکا تر ټولو ښه سهولتونه لري، خو په نړۍ کې فینلېنډ د مور او بچي لپاره تر ټولو غوره هیواد ګرځېدلی دی. بلخوا صومالیه په دې حواله تر ټولو خطرناک هېواد دی.
XS
SM
MD
LG