د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او هند د افغانستان مرستو ته رادانګلي


د هند لومړی وزیر منموهن سینګ له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پر مهال
د هند لومړی وزیر منموهن سینګ له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو پر مهال

د روس او هند له افغانستان سره تر اوسه پورې زیاتره سفارتي تعلقات وو، خو اوس د ځینو میډیایي رپوټونو تر مخه هند غواړي له روسیې وسلې واخلي، او بیا یې افغان امنیتي عسکرو ته ورکړي،

امریکایي مجله ورلډ پالیټیکس ریویو لیکي، په داسې حالاتو کې چې د افغانستان حکومت له مغربي هیوادونو سره تعلقات د کړکېچ ښکار شوي دي، او له دغه هیواده نړیوال عسکر هم په وتلو دي، افغانستان غواړي له هند او روس سره خپل تعلقات ښه کړي.


امریکایي مجله ورلډ پالیټیکس ریویو لیکي، له افغانستانه د نړیوالو عسکرو د وتلو یو اثر به دا هم وي چې په دغه سیمه کې به د هند او روس امنیتي اړیکې زیاتې شي.

هند له امریکا سره هم د خپلو اړیکو ښه کولو لپاره کار کوي، او غواړي د پاکستان پلوو طالبانو په افغانستان کې د بیا مضبوطیدو له ممنکه خطرې خپل هیواد خوندې وساتي.

د روس او هند له افغانستان سره تر اوسه پورې زیاتره سفارتي تعلقات وو، خو اوس د ځینو میډیایي رپوټونو تر مخه هند غواړي له روسیې وسلې واخلي، او بیا یې افغان امنیتي عسکرو ته ورکړي، او داسې به د روس پر هغه پلان کې مرسته وکړي، چې ترمخه به یې په افغانستان کې د روسیې د وسلو صنعت بیا بحال شي.

ورلډ پالیټیکس ریویو لیکي روسیه او هند د افغانستان په اړه یو شمېر ګډې منصوبې لري، دواړه دا نه غواړي په دغه هیواد کې بیا طالبان په واک کې راشي. د ۱۹۹۰م په لسیزه کې د طالبانو په واک کې له راتللو او تر هغې وړاندې هم په دغه هیواد کې د روس او هند خلاف جګړه کړې او دواړو هیوادونو ته یې زیانونه رسولې دي.

وړاندې هند او روس په افغانستان کې د امریکا او ناټو هیوادونو د موجودیت اهمیت نه وو منلی خو اوس دواړه داسې نظر لري چې د نړۍوالو عسکرو له وتلو سره د امنیت مسلې راپیدا کیدلای شي.

خو تر اوسه نه روسیې او نه هم هند دا ویلي چې ګنې دوی به دغه هیواد ته خپل عسکر لیږي. روسیه لا هم په افغانستان کې د ۱۹۸۰م په لسیزه کې له رسېدلو نقصانونو نه ده راوتلې او دا هغه وجه ده، چې په افغانستان کې توندروه ډلې او طالبان دومره پیاوړي شول چې په واک کې راغلل.

بلخوا هند هم په سري لنکا کې د پوځي موجودیت خپله ترخه تجربه لري، نو ځکه دواړه هیوادونه غواړي له افغانستان سره له نورو لارو مرستې وکړي چې پکې غیر پوځي اقتصادی مرستې هم شاملې دي.

بلخوا د افغانستان حکومت هم د روسیې او هند د مرستو هر کلی کړی. د افغان پوځ او پولیسو د تربیې کار لا هم روان دی، او کابل د پرمختګ او بیا ودانۍ د کارونو لپاره په بلیونونو ډالرو مرستو ته ضرورت لري.

په داسې وخت کې چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له مغربي هیوادونو سره په دې وروستیو کې تعلقات د کړکیچ ښکار شول، افغان حکومت غواړي له هند، روس، چین او ایران سره خپل تعلقات لا نور هم ښه کړي.
XS
SM
MD
LG