د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نایجیریا نجونه بوکو حرام اسلامي ډلې تښتولې دي


په نايجيریا کي يوې اسلامي وسله والي ډلي بوکو حرام په يوه ويډيوپیغام کی پرون دعوه وکړه چې تيره میاشت د يو سکول سلګونه جینکۍ ذدکونکې دوی تښتولي دي .


په دغه نوې خپره شوې ویډیو کې د يادي وسله والي ډلي مشر ابوبکر شيخو د اپريل په ۱۴مه نيټه د ( بورنو ) ریاست د چېبوک سيمې د جينکو يو سکول نه د ۲۷۶ جينکو ذده کونکو د تښتولو ذمه واري قبوله کړي ده .

ابوبکر شیخو په ویډیو يي پیغام کې وايي چې هغه ددغو جينکو د وينزو په توګه د خرڅولو نيت لري .
د نايجيریا چارواکي وايي چې ۵۳ جینکۍ د وسله والو د ولکي نه په تښتيدو بریالۍ شوې دي .
بلخوا عینی شاهدین وايي چې د نایجيریا پوليسو هغه ښځه نيولي ده چې ددغې تښتوني په ضد یې د يوې لویې احتجاجي مظاهري انتظامات کول .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG