د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:' ۱۰ تنه بلوڅ بيلتونپالي وژل شوي دي'


د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي

د بلوچستان په بلوڅ مېشته پنجګور سیمه کې د دوشنبې په ورځ په عملیاتو کې لس بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي او د ملیشه ځواکونو درې سرتېري ژوبل شوي دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشته پنجګور سیمه کې د دوشنبې په ورځ په عملیاتو کې لس بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي او د ملیشه ځواکونو درې سرتېري ژوبل شوي دي. امنيتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې يې د وسله والو فراري کېمپونو یې هم له منځه وړي دي.


دا څرګندونې د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي د دوشنبې په ماښام په کوټه کې له رسنوالو سره په خبرو کې کړې. بګټی وایي، له عملیاتو وروسته یې سیمه د ده په ټکيو له وسله والو پاکه کړې ده.

"د پنجګور ضلعې په جودار سيمه کې د یو څو فراري کمپونو اطلاع وه. چې د هغوي پر ضد نن سهار د ملیشه ځواکونو اواران رایفلز او پنجګور رایفلز د پلټنې عملیات پېل کړل. لومړی وسله والو پر ملیشه ځواکونو برید وکړ او درې سرتېري يې ژوبل کړل. چې په هیلي کوپټر کې مو کوټې ته د درملنې لپاره راوړل. په ځواب کې زموږ سرتېرو لس ښر خوښي ووژل"

د سرفراز بګټي په خبره دغه وسله وال له مودې راهیسې په همدغه سیمو کې پر امنيتي ځواکونو په بريدونو کې لاس درلود، او له دې سره يې د پرمختګ پروژو ورانولو پلان هم درلود.

سـرفراز بګټي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ددوي د حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې پاليسي دا ده، چې د صوبې ټولې ستونځې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي. خو زیاتوي، په دې منځ کې به هېچا ته هم اجازه ورنه کړي، چې بې ګناه ولس ته دې ځاني يا مالي زیان ورسوي.
د ویلو وړ ده چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې په بلوچستان کې ځينو بلوڅو د پاکستاني ریاست پر ضد د بېلېدو وسله والو مبارزه پېل کړې، چې په دې موده کې يې د صوبې د امنيت وضع تر بل هر وخت زیاته خرابه کړې.

بلوڅ بېلتونپالي وسله وال په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو، پر پاکستاني اوورګاډو او هم دغسې د بجلۍ پر ستنو او د ګازو پر نللیکو بیا بیا بريدونه کوي، چې په غبرګون کې يې پر ضد ورته عملیات کېږي.
XS
SM
MD
LG