د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان بې کوره او ځپل شوي خلک لا هم د مرستو په تمه دي


رویټرز خبري اژانس لیکي، افغان چارواکو اوس تر خاورو لاندې په کلي کې د خلکو د ژوندي پاتې کېدو هیلې پرېښې دي او هغه ځای پر ډله ییز قبر بدلوي.

شپږ کلن مقصود د خپل ګاونډي د خټو له کوره دباندې ولاړ وو او د ځمکښویېدنې زیان یې لیده. پر دې وخت د ځمکې خوځېدل پیل شول. مقصود هېڅ پوه نه شو او د سترګو په رپ کې د غونډۍ یوه لویه برخه ورباندې پرېوته. له نوموړي سره دومره وخت هم نه وو چې وتښتي. دی د خټو له یوه لوی کمره لاندې شو چې د ده کور یې هم وران کړ.


مقصود وايي، د کمر پرېوتو غږ د بم په څېر وو. دی وايي، چغه یې کړه او مور و پلار ته یې د مرستې لپاره غږ وکړ.

مقصود په یوه وړوکي کلینیک کې په ژوبل حالت کې پروت دی. د ده پر سر او پښو سپینې پټۍ تاو دي.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل، نه پوهېده چې څه پېښ شوي دي؟ ((هر ځای تیاره وه او ګرد وو.))

د مقصود پلار کدال په لاس له مخکې د نورو خلکو ژغورنې هڅې کولې او ژر ژر یې خپل زوی له خاورو و ایست.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې، چې نه برېښنا لري، نه سړکونه او نه هم د ژوند نورې اسانتیاوې، هلته مقصود، مور او خور یې وژغورل شول.

رویټرز خبري اژانس لیکي، افغان چارواکو اوس تر خاورو لاندې په کلي کې د خلکو د ژوندي پاتې کېدو هیلې پرېښې دي او هغه ځای پر ډله ییز قبر بدلوي.

د یکشنبې پر ورځ، امریکايي ولسمشر باراک اوباما خپل افغان سیال حامد کرزي ته ټيلي فون وکړ او له هغه سره یې د غمرازۍ تر څنګ ورته د نورو مرستو هم وویل.

ملګري ملتونه وايي، په کلي کې شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي دي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د وژل شویو شمېر ښايي ۲۷۰۰ وي.

افغان ملي اردو د هیلي کاپټرو په ذریعه ځپل شوي کلي ته خواړه، اوبه، دارو او کیږدۍ رسوي او نړیوالې مرستندویه ادارې هم پر کنډې کپر سړک تر اوږده سفر وروسته بدخشان ته رسېدلې دي.

د سیمې اوسېدونکي پر حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غږ کوي چې ژر دې ورسره مرسته وکړي ځکه چې هلته سخت ساړه دي او د ژوند هېڅ اسانتیاوې نه لري.

ځايي چارواکي هم وايي چې ورسره دومره سامان او شیان نشته چې د جمعې د ورځې ځمکښویېدنې په پېښه کې د بې کوره شویو او ځپل شویو مرسته وکړي.

رویټرز خبري اژانس زیاتوي، د ناټو اتحاد پر وړاندیزونو سربېره افغان حکومت وايي، د مرستندویه ادارو په مټ پخپله د بدخشان د پېښې ځپل شویو ته سامان رسولای شي.
XS
SM
MD
LG