د لاسرسي ځای

تازه خبر

" طالبان د پښتنو استازي که وژونکي ؟ "


قبایلي مشران
قبایلي مشران
دي نیوز ورځپاڼې د لیکوال افتخار مرشد مقاله خپره کړې چې پکې راغلي، له یوې خوا وسله وال طالبان دقبایلو مشران وژني او د قبایلي ولس خلاف کاروایانې کوي او له بلې خوا نه په هیواد کې حکومت او ځینې خلک دا فکر کوي چې دغه طالبان پښتانه دي او دپښتنو نمایندګي کوي. دې رویې قبایلي خلک ډیرخپه کړي دي چې هم وژل کیږي او هم پړه کیږي.

لیکوال وايي ، دهیواد ټولو سیاسي ګوندونو په ورستۍ ټول ګوندیزه غونډه کې وویل چې وسله وال طالبان د ریاست نه خپه شوي قبایلي عوام دي او پکار دي چې د وزیراعظم نواز شریف حکومت دوی سره خبرې اترې وکړي او پخلا یې کړي. خو لیکوال وايي د افسوس خبره دا ده چې وسله والو او ترهګرۍ تر بل هر چا ډیرمالي او ځاني تاوان د قبایلي سیمو خلکو ته رسولی دی او حکومت د خپلو عوامو د ژغورنې پرځای د وسله والو د رضا کولو هڅې کوي.

افتخار مرشد لیکي قبایلي او غیر قبایلي ټول پښتانه په دې خبره بد ګڼي چې څوک وايي دوی د طالبانو پلویان دي ، یا ټول طالبان پښتانه دي. وسله والو طالبانو کې دپښتنو او پنجابیانو پشمول عرب، ازبک او تاجک او یو شمیر نور نړیوال ترهګرشامل دي چې دالقاعده سره مضبوط تعلقات لري. بلخوا اکثریتي پښتانه دسخت دریزه وهابي فکر مخالف دي.

لیکوال زیاتوي د امن د خبرو اترو په لړ کې وسله والو ته د قبایلو د نماینده حثیت ورکونکو داخبرې هیرې کړې چې دباجوړ سالارزي، داورکزو علي خیل، د کورمې طوري او بنګش د مومندو او دره ادم خیل مشران او دبډه بیرې امن لښکرې د چا خلاف جنګیدلي او قربانۍ یې ورکړي دي او زیاتره پښتانه په دې نظر دي چې طالبانو کې وران کاري او مجرمان شامل دي.

افتخار مرشد لیکي ، هغه په ۱۹۹۸م کال کې د افغانستان مزار شریف باندې دافغان طالبانو دبرید پرمهال کندهار کې موجود وو چې مزار شرف دقبضې په اړه دطالبانو یو کمانډر وویل په دغه ښار قبضه کولو کې بنیادي کردار پنجابي طالبانو ترسره کړو. په دغه موقع دوی پنجابي، عربي او دنورو هیوادونو طالبانو ته یې څومره عزت ورکاوه او دوی قومیت نه بلکه مذهب ته اهمیت لرلو.

لیکوال ددې مقالې په آخره کې وايي پښتانه خپل روایات لري چې پکې جرګه بنیادي حثیت لري .په نورو روایاتو کې وخت په وخت بدلون هم راځي، دا څرګندوي چې پښتانه جمهوریت خوښونکی قام دی او هرتن پکې دوینا حق لري خو ځنې غیر پښتانه کارپوهان د خپلو خیالاتو په رڼا کې ددغه روایاتو وضاحت کوي چې زیاتره د پښتنو د حقیقي ژوند سره سمون نه خوري.
XS
SM
MD
LG