د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د زهرجن ګېس له کبله نهه کسان مړه شوي


د ډېره اسماعیل خان نقشه
د ډېره اسماعیل خان نقشه

د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د زهرجن ګيس وتلو له امله نهه کسان مړه شوي او يو شمېر نور بې هوښه شوي دي.

ډېره اسماعیل خان: د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د زهرجن ګيس وتلو له امله نهه کسان مړه شوي او يو شمېر نور بې هوښه شوي دي.

په سیمه کې د مشال راډيو خبريال وايي چې دا پېښه له ډيره اسماعيل خان ښاره لرې د تحصیل لرونکې نالې پریوته پلونګ سيمه کې د جمعې په ورځ له هغه وروسته رامنځ ته شوې ده چې يوه جينۍ نالې ته لوېدلې وه او د هغې د ژغورلو لپاره د جينۍ پلار مور او بيا نورو کسانو دې نالې ته ورټوپ کړل. په ناله کې د زهرجن ګېس له کبله د دوی ساه بندې شوې او ژوند یې له لاسه ورکړ.

ځايي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دې نالې ته د بورې له یوې کارخانې څخه د کيميکلو او زهر جن ګېس ګنده اوبه ورځي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG