د امريکا وال سټريټ ژورنال پخپله مقاله کې د دې جاج اخلي چې څنګه په افغانستان کې شوی پرمختګ خوندي کيدلی شي.
ورځپاڼه وايې له دوه زره يو کال راهيسي افغانستان د ژوند په ډيرو برخو کې پرمختګ کړی دی.
په دې هيواد کې د جوړ شوو سړکونو ميلانه څه د پاسه شپږ ويشت زره ده، د موبايل ټيلي فون کارونکو شمېر اوولس اشاريه پنځه دی، د سکولونو تعداد تر څوارلس زره زيات دی چې پکې شاوخوا اتيا لکهه ماشومان زدکړې کوي.
ورځپاڼه وايې، د اپرېل په پنځمه د ولسمشری ټاکنو د افغانستان پر پرمختګ يو ډول د تصديق مهر و لګولی دی.
له دې وروسته ورځپاڼه ليکي، د حيرانۍ خبره دا ده چې په افغا نستان کې کاميابه انتخاباتو وايټ هاوس د عسکر و شمېر کمولو ته هڅولی شي چې داسې و انګېري، ګواکې افغانستان نورو مرستو ته ضرورت نلري.
خو ورځپاڼه وايې، دا خبره تر اوسه شوي ټول پرمختګونه له خطر سره مخامخوي او د افغانستان راتلونکی د عراق غوندې کيدلی شي.
د مقالې په وينا په اخبارونو کې راغلي رپورټونه وايي چې باراک اوباما په افغانستان کې د پنځه زره عسکرو د ساتلو فيصله کړې ده سربيره پر دې چې د ناټو قومندان جنرال جوی ډنفورډ د لس زره عسکرو خواست کړی دی.
د ورځپاڼي په خبره که و کتل شي نو دغه لس زره عسکر هم کم دي ځکه مځکنۍ حقيقت دا دی چې هلته بايد له شل څخه تر دېرش زره پورې عسکر پاته شي.