د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت باید پر احرار الهند ډلې بندیز ولګوي


د اسلا اباد په یوه عدالت کې په مارچ میاشت احرار الهند ډلې په خپل یوه برید ککې ۱۱ کسان وژلي ول او ګڼ نور ژوبل ول.
د اسلا اباد په یوه عدالت کې په مارچ میاشت احرار الهند ډلې په خپل یوه برید ککې ۱۱ کسان وژلي ول او ګڼ نور ژوبل ول.

د ډان په خبره له وسله والو طالبانو سره د خبرو په دوران کې يوه ډله چې ځان ته د احراالهند وايي مخي ته راغله نو پکار ده حکومت ورباندي بنديز ولګوي .


د پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼه ډان د خپلي اداريې په سر کې دوې پوښتني راپورته کوي. لومړی دا چې که د پاکستاني حکومت له لوري پر ترهګرو او وسله والو ډلو بنديزونه لګول باوري او موثره نتيجه نه ورکوي نو آيا دا به ښه نه وي چې حکومت بيخي نور له دې کاره لاس واخلي؟

دویمه پوښتنه ورځپاڼه دا راپورته کوي چې که حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره په خبرو اترو بوخت دی نو بيا د دې مانا دا شوه چې ايا نورې بېلې شوې وسله والې ډلې پکار دی د رياست له بنديزونو او قانوني منګولو څخه خلاصې وي؟


ډان ليکي د دوی يو رپورټ وايي، چې په واک کې تر راتلو يو کال وروسته هم د نواز شريف حکومت تر اوسه پورې هېڅ يوه وسله واله يا ترهګره ډله نا قانونه نه ده ګرځولې.

د ورځپاڼي په خبره کېدلی شي حکومت دا وضاحت وکړي چې له تحريک طالبان سره په خبرو بوخت دی نو ځکه داسې يو ګام نه اخلي خو د ډان په خبره که دغه وضاحت و هم منل شي خو بيا هم دا د اطمينان وړ نه دی.

اداريه وايي د دې يوه بله وجه دا کيدلی شي چې د حکومت ګام نه اخیستل پر وسله والو او ترهګرو باندې د بنديز لګولو په طريقه کار کې پرته ده.

د ورځپاڼي په خبره د دې کار ذمه واره د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان چې خپله ټوله توانايي پر خبرو اترو خرڅوي نو ځکه دی پر خپلو نورو ذمه واريانو زياته توجه نه ورکوي.

د ډان په خبره له وسله والو طالبانو سره د خبرو په دوران کې يوه ډله چې ځان ته د احراالهند وايي مخي ته راغله نو پکار ده حکومت ورباندي بنديز ولګوي .

د اداريې په خبره د دې ګام به ګټه دا وي چې دا به حکومت ته د خبرو اترو په مهال ګټه ورسوي خو د ورځپاڼي په وينا داسې ښکاري چې د کورنيو چارو وزير د خبرو په دوران کې پر طالبانو د برلاسيتوب له ټولو موقعو څخه پخپله خوښه لاس اخستی دی.
XS
SM
MD
LG