د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو درېدل او د خبرو پېلېدل د طالبانو تشدد نشي درولای


د اسلام اباد سبزي منډۍ کې د اپرېل پر نهمه نېټه له بمي چاودنې اکثریت پښتانه مزدروان او کاروباریان وژل شوي ول.
د اسلام اباد سبزي منډۍ کې د اپرېل پر نهمه نېټه له بمي چاودنې اکثریت پښتانه مزدروان او کاروباریان وژل شوي ول.

په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه او پخوانی بريګېډیېر محمود شا بیا وايي، هغه سیاسی ګوندونه او ليکوالان چې د وسله والو طالبانو پرله پسې تشدد ته جوازونه لټوي په اصل کې د ويرې له لاسه يې دا دريځ خپل کړی دی.

په پاکستان کی ځینې سیاسي ګوندونه، ليکوالان او د مدني ټولنې ځينې ډلې له تېرو څو کلونو راهيسې دا دريځ لري چې په دغه هيواد کې د تشدد او ترهګرۍ تر شا یو له تر ټولو لویو سببونه د بې پايلټه الوتکو بريدونه او له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو نه کول دي . خو له تېرو څه نا څه درې نيمو میاشتو راهیسې نه یوازې د بې پايلټه الوتکو بريدونه بند دي بلکې له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې هم روانې دي نو بیا ولې د تشدد لړۍ هم هغسې دوام لري.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


نو پوښتنه دا ده، هغه سیاسي ګوندونه چې د تشدد تر شا یې دغه وجوهات ګڼل، په غلطه وو که څنګه؟ د جماعت اسلامي د مرکزي شورا غړی لیاقت بلوڅ یې په ځواب کې وايي.

((( په پاکستان کی د تشدد او ترهګرۍ ډېر وجوهات دي، خو چونکې حکومت له طالبانو سره خبرې اترې په سنجیدګۍ سره مخکې نه بیايي نو ځکه یې نتيجې هم نه راوځي. په پاکستان کې اصلي ستونزه هم دا ده چې زموږ دښمان خو په خپلو کې متفق دي خو هغه ادارې چې د ترهګرۍ ختمولو ذمه واري پرې راځي،زړه نا زړه (کنفيوز) دي، موږ اوس هم دا ګڼو چې که د بې پايلټه الوتکو بريدونه په مستقله توګه ودرېږي او له طالبانو سره خبرې په سنجيدګۍ سره وشي نو زه په دې باور يم چې په پاکستان کی به د امن وامان صورتحال ډېر ښه شي )))

په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه او پخوانی بريګېډیېر محمود شا بیا وايي، هغه سیاسی ګوندونه او ليکوالان چې د وسله والو طالبانو پرله پسې تشدد ته جوازونه لټوي په اصل کې د ويرې له لاسه يې دا دريځ خپل کړی دی.


د سیاسي چارو کارپوه او پخوانی سفارتکار ایا ز وزير بیا وايي چې زما اوس هم دغه دريځ دی چې خبرو اترو کې ځنډ او د بې پايلټه الوتکو بريدونه د تشدد تر شا لوی سببونه دي.

خو د عوامي نیشنل ګوند يوه مرکزي مشره بشرا ګوهر بیا وايې چې د بې پايلټه الوتکو بريدونه به د پاکستان دننه جوړو اډو نه کېدل او له طالبانو سره په لسګونه ځل خبرې او لوظنامې هم شوې دي.

د پاکستان حکومت وايي، چې د دوه زره يوم کال راهیسې د تشدد په پېښو کې له پنځوسو زرو زیات کسان وژل شوي دي او په زرګونو نور ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG