د لاسرسي ځای

تازه خبر

چوهدري نثار: حکومت د پوځ او آی ایس آی تر شا ولاړ دی


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې کړې دي. د پاکستاني پوځ دا دریځ له هغه ور وسته مخې ته راغلی دی چې پر خبریال حامد میر تر وسله وال برید وروسته هغوی تور د پاکستان پر جاسوسي اداره ( آی ایس آی) پورې کړ.

پراګ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي دي چې ولسي حکومت په هر حالت کې د ملک د پوځ تر شا ولاړ دی.

چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې کړې دي. د پاکستاني پوځ دا دریځ له هغه ور وسته مخې ته راغلی دی چې پر خبریال حامد میر تر وسله وال برید وروسته هغوی تور د پاکستان پر جاسوسي اداره ( آی ایس آی) پورې کړ.

د جاسوسي ادارې ً انټر سروسز انټلیجنس – آی ایس آیً چارواکو د حامد میر دا تور رد کړی دی چې ګواکې پر هغه برید دې ادارې کړی دی.

حامد میر نه یوازې تر ټپي کېدو وړاندې د آی ایس آی له خوا ده ته د ورکړل شوو دړکو خبره کړې وه بلکې تر ټپي کېدو وروسته یې هم په لومړي بیان کې ویلي چې اوس هم له آی ایس آی څخه خطر محسوسوي.

چوهدري نثار علي خان زیاته کړې چې په هر حالت کې به د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) عزت ساتي.

حامد میر د تېرې شنبې په ورځ په کراچۍ کې په داسې وخت کې په یو وسله وال برید کې ټپي شو چې له هوايي ډګره په موټر کې خپل کارځای (دفتر) ته روان وو.

حکومت د پاکستاني مطبوعاتو د نظم له ادارې (پيمرا) غوښتي چې جيو ټي وي دې بنده کړي.
XS
SM
MD
LG