د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د افغانستان ثبات زموږ او روس په ګټه دی


د امريکا د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستياله وايي چې واشنګټن داسې نيت نه لري چې د افغانستان په هکله له مسکو سره خپله همکاري وځنډوي.

ملالۍ بشیر
د امريکا د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستياله وايي چې واشنګټن داسې نيت نه لري چې د افغانستان په هکله له مسکو سره خپله همکاري وځنډوي.


د امريکا د منځنۍ او جنوبي اسيا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې ايلين اوکنر ويلي دي چې د امريکا او روسيې له یو بل سره د افغانستان په هکله همکاري ښيي چې موږ څومره په ښه توګه له نورو هيوادونو سره په ګډه په سيمه کې کار کولای شو.

امريکا او روسيې نه يوازي د شمال د توزيع شبکې پر کړنو بلکه د مخدره موادو پر قاچاق هم له يو بل سره همکاري کړې ده.

اوکنر په ازبکستان کې د امريکا د سفارت پر انټرنيټي صفحه په اعلاميه کې ويلي دي:

«په افغانستان کې سوله او ثبات زموږ، روسيې او د سيمې د نورو هيوادونو په ګټه ده.»

دې زياته کړې ده چې امريکا غواړي په دايمي توګه د سيمې له هيوادونو سره د دوی په خوښه د پرمختګ او پراختيا لپاره همکاري وکړي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره جمعه د ايلن اوکنر په مشرۍ د امريکايي ډيپلوماټانو د يوې غونډې کوربه وو.

په دې غونډه کې چې د تاشکند په ښار کې تر سره شوه، امريکايي ډيپلوماټانو چې په ازبکستان،چين، روسيه، هند، پاکستان، افغانستان، قزاقستان، تاجکستان او قيرغزستان کې سفيران دي، ګډون درلود.

د ناټو غړيو هيوادونو د اپريل د مياشتي په سر کې په بروکسل کې ويلي وو چې له روسيې سره به خپلې نظامې او ملکې همکاری و نه ځنډوي.

د کرايمیا د کړکېچ او په اوکراين کې د روسيې د نظامي مداخلې پر خلاف د ناټو له خوا دا پريکړه شوې وه.

خو بيا د ناټو عمومي منشي اندراس فوګ راسموسمن دا هيله څرګنده کړې وه چې دا فيصله به د افغانستان په هکله د ناټو او روسيې خپل منځي همکاريو باندي منفي اغېز ونه کړي.
XS
SM
MD
LG