د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر لواړګي پوځي چاوڼۍ د وسلو زېرمتون کې چاودنې شوې


د خیبر لواړګي پوځي چاوڼۍ د وسلو زېرمتون کې چاودنې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

د خیبر لواړګي پوځي چاوڼۍ د وسلو زېرمتون کې چاودنې شوې

د خېبر انتظامي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، بېګا شاوخوا دوه بجې د وسلو په یوه زېرمتون کې چاودنې وشوې چې د سهار تر څلورو بجو روانې وې.

د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي او عینی شاهدان وایي چې،بېګا شپه د لواړګي په پوځي چاوڼۍ کې د وسلې په يو زېرمتون کې له چاودنو اور لګیدلی چې د وسلې یوه لویه ذخیره یې له منځه وړې ده.


دوی وایي چې بېګا شپه خوا شا دوه بجې په دې زېرمتون کې چاودنې پېل شوې چې تر څلورو بجو پورې یې دوام لرلو، او له پوځي چاوڼۍ اور لمبې راختې او د درنو چاودنو اوازونه واورېدل شول.

د دغې پیښې په اړه له دې چاوڼۍ سره نزدې د خوږا خیلو کلي یو اوسیدونکي شاه فیصل مشال ریډیو ته وویل، (( دا ډیرې درنې او ګڼې چاودنې وې، له چاوڼۍ ټوله شپه د اور لبمې ختې، ځایي خلک یې ډېر پریشانه کړي ول، دغو چاودنو تر سهار لمانځه پورې دوام لرلو، خو اوس لارې خلاصې دي او یوازې سکولونه بند دي))

پولیټیکل چارواکي وایي چې، ((له چاوڼۍ پورته شوي ځینې توغندي پر کورنو هم راپرېوتي دي چې د کنډو خیلو کلي یوه ځایي جینۍ پکې ژوبله شوې ده))

د انجلۍ د کورنۍ یو غړی اشفاق وايي، (( ناڅاپه زموږ پر کور یوه ګوله راپریوته او د عبدل ظاهر دیارلس کلنه لور پکې ژوبله شوه، اوس مو روغتون ته راوړې ده سر یی زخمي شوی دی خو حالت یې له خطرې بهر دی))

امنیتي ځواکونو په دې چاوڼۍ کې دننه د مرګ ژوبلې څه تفصیلات نه دي جاري کړي، د سیمې خلک وایي، ((پر دې چاوڼۍ د وسلوالو له خوا راکټي بریدونه ترسره شوي دي او له هغه وروستو یې اور اخیستی دی)) خو بیا د پوځ د اطلاعاتو اداره (ای اېس پي ار) وایي، چې ((په دې چاوڼۍ کې یوازې حادثاتي اور ولګیدو چې له وجې یې د وسلې زېرمتون تباه شوی دی، او وسلوالو پرې بریدونه نه دي کړي))

دوی تر اوسه د دغه پیښې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي او نه هم د پیښې ځای ته څوک ورپرېږدي.

د دغې پیښې پړه تر دې دمه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې.

یاده دې وی چې دغه پوځي چاوڼۍ د لواړګي په میداني سیمه کې په یوه لویه رقبه باندې جوړه شوې ده چې ګېر چاپېره ترې کلي او کورونه اباد دي، دلته په لوی شمېر کې د پاکستاني پوځ سرتیري او د ملېشې خېبر رایفلز ځواک سر تیري میشته دي.

د دغې پیښې نه پس په لواړګي کې امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي او نن ټول سکولونه هم تړل شوي دي، خو د خېبر درې لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده.
XS
SM
MD
LG