د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: افغانستان ته پر تلونکو ګاډو برید، یو ډرایور مړ دوه ژوبل


افغانستان ته پر تلونکې ګاډي برید. ۱۴اپرېل۲۰۱۴
افغانستان ته پر تلونکې ګاډي برید. ۱۴اپرېل۲۰۱۴

د خېبر په جمرود کې افغانستان ته پر تلونکو ماوړونکو ګاډو د وسله والو په بریدونو کې یو ډرایور وژل شوی او د یوه خاصه دار سرتېري په ګډون دوه نور ډرایوران ژوبل دي.

د خېبر په جمرود کې افغانستان ته پر تلونکو ماوړونکو ګاډو د وسله والو په بریدونو کې یو ډرایور وژل شوی او د یوه خاصه دار سرتېري په ګډون دوه نور ډرایوران ژوبل دي.


د جمرود د خاصه دارو ځواک لاین آفیسر امجد مشال راډیو ته وویل، پېښه نن غرمه (دوشنبه) د خیبر درې پر لویه لاره افغانستان ته پر تلونکو ګاډو وسلوالو دوه جلا جلا بریدونه وکړل چې پکې یې ډرایورانو او د خاصه دار ځواک سرتېرو ته مرګژوبله واړوله. کې یو ډرایور وژل شوۍ دۍ او د دوه نورو ډرایورانو او یو خاصه دار په ګډون پکې درې کسان ژوبل شوی دي.

دی وايي، چې وسله والو بریدګرو دوو پوځي ګاډو ته اور هم ورته کړی او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د دغې پیښې په باب د علي مسجد سیمې یو عینی شاهد هدایت الله مشال ریډيو ته وویل،'دلته په علي مسجد خوړ کې وسلوالو ټرالر باندې ‌ډزې وکړې، او بیا یې وور ورواچولو.'

د جمرود د خاصه دارو لاین آفیسر زیاته کړه چې، په یوه بله پیښه کې د جمرود په سور کمر سیمه کې هم افغانستان ته د ناټو پوځي ګاډي او سامان وړنکې درې ټرالرې وسلوالو په ډزو وویشتلې چې په نتیجه کې یی دوه ډریوران او د دوی په حفاظت مامور یو خاصه دار ژوبل کړ.

پولیټیکل چارواکی وایي چې، ژوبل شوی کسان یی روغتون ته رسولي دي،او امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. دوی زیاتوي چې په علي مسجد سیمه کې یوه ټرالر ته لګول شوی اور یې وژلی او د خیبر درې لویه لاره یې د هرډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

یاده دې وي چې افغانستان ته پر مال وړونکو ګاډو بیا بیا وسله والو بریدونو کوي چې پکې هلته مېشت بهرنیو نړیوالو ځواکونو ته رسد وړونکي ګاډي په نښه کېږي.
XS
SM
MD
LG