د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې روغتون ۵ کاله پس واز، خو ښوونځي او بازارونه لا هم بند


د خېبر ایجنسۍ صحت محکمې چارواکي وایي، له تېرو پینځو کلونو راهیسې تړلی د باړې ډوګره روغتون یې بیرته پرانیستلی چې د سیمې خلک یې د درملنې له ګټې برخمن شي.

د خېبر ایجنسۍ صحت محکمې چارواکي وایي، له تېرو پینځو کلونو راهیسې تړلی د باړې ډوګره روغتون یې بیرته پرانیستلی چې د سیمې خلک یې د درملنې له ګټې برخمن شي.


د خېبر ایجنسۍ د صحت محکمې مشر افیسر سرجن ډاکټر رحمان مشال ریډیو ته وویل، د روغتون د عامه ناروغیو څانګې (او پي ډي) او د پېښو و حادثانو څانګې ودانۍ یې بیا رغولې دي او اوس پکې ډاکټران ناروغان ګوري.

د باړې اکا خیلو شفیق اپریدی وایي، د روغتون په بیا پرانستلو خوشاله دې خو که سرکار ورته تعلیمي ادارې او بازورنه هم پرانیزي، چې له تېرو پینځو کالونو راهیسې یې ماشومان له تعلیمه بې برخې دي. روزګارونه مو ختم شوي دي. او سرکار راته ژوند نورې اسانیتاوې هم ژر تر ژره برابرې کړي.
یاده دې وي چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي، او په زرګونه خلکو له دغې سیمې خپلې کډې هم اېستلې دي خو په دې وروستیو کې په باړه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ هېڅ یوه نښته نه د رامنځ ته شوې چې له امله یې د دغه سیمې د امنیت وضعه ښه شوې ده.

امنیتی ځواکونو له تیرې څه مودې راهیسې د ځایي خلکو لپاره د باړې او پېښور ترمنځ د عالم ګودر لاره هم خلاصه کړې ده خو د باړې خلک وایي، چې باړه دې په مکمله توګه خلاصه کړل شي او چې کوم خلک یې بې کوره شوي دي هغه دې هم ورته ستانه کړل شي.
XS
SM
MD
LG