د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تشدد په پیښو کې د چهارشنبې او زیارت په منځنۍ شپه ۱۰ کسان وژل شوي دي .
په وژل شویو کسانو کې د سیاسي ګوندونو عوامي نیشنل ګوند او مسلیم لیګ نواز ډلې د غړو ترڅنګ د یوې دیني مدرسې طالبان هم شامل دي.
پولیس وایي تېره شپه د کراچۍ په ګلستان جوهر سېمه کې نامالومه وسله والو په ډزو د سېمې د یوې دیني مدرسې درې طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي . د پیښې په اړه د ګلستان جوهر د سېمې پولیس مشر خالدمحمود نن سهار مشال ریډیو ته وویل:
'دغه زده کونکي د خپلې مدرسې سره نزدې په کانیټیل نامې بیکرۍ کې ناست و چې نامالومه موټرسایکل سورو وسله والو پرې ډزې کړي دي . ډزې د دارلخیر مدرسې په شپږو طالبانو لګیدلي دي ، په دې کې درې طالبان وژل شوی او درې نور زخمیان دي'
د پولیس مشر خالدمحمود په خبره ددې پیښې نه څو ساعته مخکې د پېښې د ځایې سره نزدې شیعه ډاکټر حیدر رضا وژل شوې و. د هغه په خبره دوي د پېښې په اړه له فرقه ایز تاوتریخوالي او نورو زاویو پلټنې کوي.
په کراچۍ کې د مدرسه دالخیر مدرسې ویاند احمدالرحمان مشال ریډیو ته ویلي د بیګانۍ پیښې ښکار شوي شپږ واړه زده کونکي پښتانه دي . د هغه په وینا ددې نه مخکې هم څو څو ځل د یادې مدرسې استازان او زده کونکي په ورته حملو کې وژل شوي دي.
'ددې نه مخکې ددې مدرسې مشر مفتي مولانا اسفندیار خان صېب باندې څو څو ځل حملې شوي دي ، د هغه زوي او ددې مدرسې مهتمم مولانا عثمان یارخان صېب هم دوه میاشتې مخکې وژل شوی دی ، ددې په زده کونکو دوه ځل مخکې حملې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده'
د تشدد نورې پیښې د کراچۍ په پختون اباد،ناتاخان ګوټ،منګوپیر او بلدیه ټاون کې مخې ته راغلي دي . د ژغورنې د ادارو په وینا په دې پیښو کې ۵ نور کسان پکې وژل شوي دي .
پولیس چارواکي وایي د تشدد د پيښو په ښکار شویو نورو کسان کې تېره شپه د پرویز بنګش په نوم د عوامي نیشنل ګوند یو غړی هم وژل شوي دی.
ددې ترڅنګ نن سهر د ښار په ګلشن اقبال سېمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو د مسلیم لیګ ن ډلې د قانون پوهانو رهنما وقار شاه وژل شوی دی.
بلې خوا د کراچۍ د سي ایي ډي پولیس وایي د ښار له سهراب ګوټ څخه یې په جرمونو کې ککړ ۱۵ کسان د وسلې په لاس نیولي دي ؟
یاده دې وي په کراچۍ کې د تېرې اوو میاشتو راهسې د امنیتي ځواکونو لخوا اپریشن دوام لري خو بیا هم په دغه ښار کې وخت په وخت د بدامنۍ پیښې مخې ته راځي .