د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اداري فساد د کنټرول لپاره پینځه مشورې


ځینې وختونه مالي مرستې له دې امله ځنډېدای شي چې مرسته کوونکې هيوادونه د مرسته اخيستونکو هيوادنو د اداري فساد له وجې انديښمن وي.

ملالۍ بشیر
ځینې وختونه مالي مرستې له دې امله ځنډېدای شي چې مرسته کوونکې هيوادونه د مرسته اخيستونکو هيوادنو د اداري فساد له وجې انديښمن وي. د اداري فساد پر خلاف څارونکې ډلې لاندينۍ مشورې ورکوي تر څو په اداري فساد اخته هيوادونه وتوانيږي چې د دې فساد څخه ځانونه خلاص کړي.


اروپايي اتحاديه، د امريکا متحده ايالات او دپيسو نړيوال صندوق غواړي اوکراين سره په مليونونو ډالرو مرسته وکړي خو دوی غواړي چې کېيف لومړی خپل اداري فساد کنټرول کړي.

د اروپايي اتحاديې ځیني ټولنې او هغه هيوادونه چې په راتلونکې کې د اروپايي اتحاديې غړي جوړېدای شي د اداري فساد پر خلاف ځيني اصلاحات غواړي. نړيوالې مالی او غیرې دولتي ادارې لکه د نړيوال شفافيت اداره يا ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په دې هکله يو څو مشورې لري.

۱. د دولتي ادارې مسوليت بايد قوي شي


د اروپا يي اتحاديې ټولنه د هغه هيوادونو چې غواړي د دې اتحاديې غړي شي، له دولتي مامورينو غوښتنه کوي چې خپلې شتمنۍ دې ښکاره کړي څو د دوی تر منځ د ګټو اختلاف را منځته نه شي.

د اروپايي اتحادیې په څانګه کې دشفافيت د نړيوالې ادارې مشر، کارل ډولن وايي د ګټو اختلاف هغه وخت را منځ ته کيږي چې مامورین د ځینو شرکتونو، چې پکښي دوی پخپله مالي برخه لري، په ګټه فيصلې کوي.

دی زياتوي:

يو داسي سيستم بايد را منځ ته شي چې د دولتي مامورينو شتمنۍ په ډاګه کولو پروسه وڅاري چې ايا دا څرګندوني سمې دي که نه.

۲.دولتي لوژيستکې پلورنې بايد د سیالۍ او شفافيت پر بنسټ ولاړي وي


ډولن وايي د اداري فساد امکانات په داسي حال کې لا زياتيږي چې دولتي مقامات له کومې علني کره کتني پرته د حکومتي ټېکو يا قراردادونو ورکولو واک ولري.

ډولن په دې هکله وایي:

تر هغه وخته چې دولتي کارکوونکي او سیاستوال هر څومره ډير واک ولري چې تجارانو ته قراردادونه ورکړي، د اداري فساد خطر هغومره زیاتيږي. نو په دې خاطر دا پروسې په کار دې چې شفافې، علني او پر سيالي ولاړي وي.


۳. د اداری فساد څارنه او قانوني جزا


د نړيوالې مالی مرسته ورکونکو ادارو او هيوادونو يو هدف دا دی چې يوه بې پلوه قضایه دې جوړه کړای شي چې که د مرستې اخيستونکي په افغانستان کې وی او که په نورو هيوادونو کې، اداري فساد دي يې څاري او قانوني جزا دې ورته ټاکي.

د انکشاف او بیارغوني اروپايي بانک اداره کوونکی مشر، الن راوسو، وايي:

کوم تجاران که داسي فکر کوي چې د دوی سره له کوم سيال يا له دولتي ادارو له خوا نا انصافي شوې ده، به وکوالای شي چې خپل شکایات يوي بې طرفه ادارې، چې پر ګرَمو ادارو د پابنديو پيشنهاد وکولی شي، له خوا وپلټي.

۴. د سياسي ګوندونو د ماليې شفافيت

د اداري فساد پر خلاف فعالين وایي چې ځينې پياوړي اشخاص، تجارتونه، او ګروپونه د خپلو پټو مالي مرستو له لاري پر انتخاباتو اغېزمن کیدای شي چې دا کار د سیاسي اداري فساد خطر زیاتوي. ډولن په دې هکله وايي چې سياسي ګوندونو سره د شفافو مالي مرستو لپاره د قوانينو شتون په کار دی.

۵. معلوماتو ته لاس رسی

فعالين وايي چې د پلټونکو ژورناليستانواو مدني ټولني فعالينو په غير حاضري کې اداري فساد وده کوي.

د معلوماتو د ازادي قوانين د ملکي وګړو لپاره پیاوړي کوونکي وي تر څو دوی وکولای شي اداري فساد په نښه کړي او د عکس العمل لپاره غوښتنه وکړي.

د ژغورنې نړيواله کميټه يا انټرنيشنل ريسکيو کميټي چې د بشري مرستو يوه غير دولتي اداره ده، وايي چې په افغانستان کې مرستندويه ادارو د معلوماتو په شريکولو سره خپلې کمې اسانتياوي ډيرې نتيجه ور كوونكي او کټورې کړې دي.

د واشنګټن له خوا د افغانستان د بيا رغوني عمومي څارونکی، جان سوپکو، وايي چې د امريکا دولتي ادارو، د اروپا اتحاديې او ملګري ملتونو ته هم په کار ده چې د يو بل سره معلومات شريک کړي څو د مرستي لپاره پيسې غلا يا بې ځايه مصرف نه شي.
XS
SM
MD
LG