د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا دې هم د پاکستان اییني برخه وګرځول شي'


پېښور های کورټ ولسمشر ممنون حسېن ته یو ريفرېنس ليږلي دی چې قبایلي سیمو ته دې د نور ملک غوندې د ایین واک وغځوي

د پېښور های کورټ چيف جسټس په مشرۍ يوې لويې جرګګۍ نن(ګل ورځ) په خپله یوه پرېکړه د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن ته یو ريفرېنس ليږلي دی چی د دغه هېواد پارليمان ته دې هدایات ورکړي چې په قبايلي سيمو کې د نور ملک غوندې ايين عملي کولو لپاره دې قانون سازي وکړي له ايينه دې د قبایلي سیمو د انتظامي چارو ۲۴۷ ماده وباسي.


د مشر قاضي میا فصیح الملک په مشرۍ کې څلورکسیزه جرګګۍ د قبایلي سيمو وکيلانو اتحادیې له لوري په دایر شوو درخواستونو د یوې میاشتنۍ اورېدنې پس خپله لنډه فېصله واوروله چې تفصیلي پرېکړه به یې د نهې پر ورځ جاري کوي.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د فاټا لايرز فورم مشر اعجاز مومند د د پېښور های کورټ پر فېصله خوشي څرګنده کړې او د ده په خبره چې له دې سره به د قبايلي ولس د بنیادي ا نساني او قانوني حقونو د خونديتوب يو اميد پيدا شي او که ولسمشر او پارليمان وغواړي نو په قبايلي سيمو کې ايين عملي کېدلو کې هېڅ ستونزه نشته.


د پاکستان قبايلي سيمې له تېرو څو لسيزو راهیسې د دغه هيواد د ايين د ۲۴۷مې مادې تر مخه نېغ په نېغه د وفاقي حکومت تر انتظامي واک او اختيار لاندې دي.

د دغه مادې له مخې یوازې د دغه هيواد ولسمشر د قبايلي سيمو انتظامي او قانوني چارو ذمه وار دی. د قبايلي سيمو ولس د خپلو بنیادي انساني حقونو د خوندي کولو لپاره نه د پاکستان د عدالتي او نه د پارليماني ادارو دروازه ډبولای شي، بلکې د دغو سيمو ولس له تېرو څه د پاسه سلو کالو نه د رايج ايف سي آر قانون لاندې ژوند تيروي.

دا چې دغه سيمې ولې د پاکستان په اییني واک او اختیار کې نشي راتلای؟ د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سېنېټر افراسیاب خټک وايي، چې د پاکستان تر جوړيدو مخکې په برصغير کې واکمن د انګريزانو حکومت دغه سيمې د افغانستان لپاره ډالۍ سیمې ( بفر زون) ګرځولې وې.

( د قبايلي سيمو له ولس سره د پاکستان ریاست د ميرې مور چلند کوي او په تېرو وختونو کې هم له دوی سره ظالمانه سلوک شوی دی. په تېرو وختونو کې انګريزانو د قبايلي سيمو ځمکه په مينځنۍ اسیا او افغانستان کې د خپلو وړو لويو لوبو لپاره په ستراتيجيکه توګه وروسته او شاته پاته ساتلې وه—او اوس د پاکستان ریاست هم هغه تګلاره جاري ساتلې ده)

خو د پیښور های کورټ پخوانی چیف جسټس او د قبا يلي سيمو لپاره د قانوني اصلاحاتو د کميټې پخوانی غړی جسټس ريټايرډ میا اجمل وايې چې قبايلي سيمو ته د ايین لمن نه غځېدو تر شا د دغو سيمو د ولس هغه غوښتنه هم يوه لویه وجه ده چې له مخه يې قبايلي ولس ځانګړی حیثیت غواړي.

( ما به چې کله د قانوني اصلاحاتو په لړ کې د دغو سيمو دورې کولې نو قبايلي ولس به په جار ویل، چې دوی د خپلو جرګو، روایات برقرار ساتل غواړي او نه غواړي چی د پولیس، او تاڼو کچارو نظام هلته عملي شي)

د خېبر اېجنسۍ د باړې يو ملک بازار ګل اپرېدی وايي، چې له وخت سره سره د قبايلي ولس د سوچ لارې هم اوښتې دي او که د ايين لمنه قبايلي سيمو ته وغځېږي نو دوی به يې له وخت سره سره ومني.

( که حکومت غواړي چې ايین عملي کړي نو بالکل يې کولای شي، ځکه چې هلته پوځ استولای شي، امنيتي ادارې تلای شي، خونرېزي، او جنګ جګړې جوړولای شي نو ايين هم عملي کولای شي. که څه هم دا بهير به وخت واخلي خو څنګه څنګه چې قبايلو ته د اييني نظام د ګټو پته لګېږي نو ضرور به يې ومني.)

ملک بازارګل اپرېدی زیاتوي بدمرغي دا ده چې د پاکستان ریاست نه غواړي چې قبایلي سيمو ته د ايين واک او اختیار وغځوي.

د یادلو ده چې دا مهال د پښتنو قبایلي سیمې چې په اوو اېجنسیو مشتملې دي، له ۱۹۰۶م کال راهیسې د انګرېزانو تر قانون لاندې چې فرڼیتیېر کرایمز ریګولېشن ( سرحدي جنایي قانون، اېف سي ار) ورته ویل کېږي، ژوند تېروي.
XS
SM
MD
LG