د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پارلمان له پاکستان سره د امنیت ښه کولو یو قانون منظور کړ


د ایران پارلیمان د تهران او اسلام اباد تر مینځ د امنیت پیاوړي کولو د لوظنامې په اړه یو قانون منظور کړې دی.


د ایران خبري اژانس ارنا په یو راپور کې ویلي د قانون موخه دا ده چې د ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهه ګرو ډلو پر ضد د دواړو هیوادونو ترمینځ مرستې نورې پیاوړې کړي.

له ۲۰۰۴ م کال راهیسې ترهه ګرو د پاکستان او ایران تر مینځ سیمو کې په سرحدي ځواکونو یو شمېر بریدونه کړي دي.

د ایران پارلیمان د دواړو هیوادونو تر مینځ د امنیتې لوظنامې په اړه د وړاندي شوې مسودې عمومي شرطونه منظور کړي دي. له دې وړاندې د قانون مسوده د ایران حکومت کابینې منظوره کړې وه او د پروسږ کال د مارچ پر یو دېرشمه نېټه يې پارلیمان ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG