د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د انتخاباتو حقایق او شمېرې


د افغانستان د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان
د افغانستان د ولسمشرۍ ځینې کاندیدان
پراګ: رويټرز خبري اژانس لیکي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چې د طالبانو د واک تر ختمېدو وروسته یې تر ۱۲ کلونو زیات د هیواد مشري کړې، په آیيني توګه په موجوده انتخاباتو کې د دريم ځل لپاره نه شي درېدلای.

د افغانستان په انتخاباتو کې په اتو کاندیدانو کې يې درې مخکښ کاندیدان دي چې پکي د بهرنیو چارو پخواني وزیران عبدالله عبدالله او زلمی رسول او د ماليې پخواني وزیر اشرف غني احمد زی شامل دي .

د اژانس په خبره یادو درو واړو کاندیدانو ته یو شان ملاتړ ترلاسه دی نو ښکاري چې انتخابات دوهمې مرحلې ته وغځیږي. اژانس زياتوي، د مخالفه کاندیدانو لخوا د درغلیو تورونه کولای شي چې د رایو د شمیر عمل پېچلی او د ځنډ ښکار کړي.

رويټرز پرمخ لیکي،کېداشي چې د انتخاباتو د لومړي پړاو حتمي نتیجي د مې د میاشتې تر نیمايي پورې مالومي نه شي خو که چرته دوهم پړاو ته انتخابات ځي نو هغه به بيا د مې د میاشتې په آخره کې تر سره شي.

اژانس لیکي ، داسي ښکاري چې تر ډیرو میاشتو پورې به د نوي افغان ولسمشر نوم په ډاګه نه شي او ځينې ډپلوماټيکې سرچینې داسي باور لري چې د اکتوبر تر میاشتې مخکي به یې تصدیق هم ونشي.

اژانس لیکي ، په افغانستان کې دا وخت د رايي اچونې شاوخوا ۲۸۵۰۰۰ لوی او واړه مرکزونه شته. د دغه هيواد په خواوشاه ۳۰ ملینه نفوس کې ۱۲ ملینه د رایو اچوني اهل دي خو دا وخت تر ۱۸ ملینه زیاتي انتخاباتي پرچي په عمل کې روانې دي.

د ۲۰۰۹ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رایي ورکونکو شمیرڅلور اعشاریه شپږ ملینه وو چې د اژانس په خبره کم ګنل کېده.

په دغو انتخاباتو کې شاوخوا یو اعشاریه دوه ملینه ووټونه د درغلۍ له وجې ناکاره وګرځول شول.
دا وخت د افغانستان انتخاباتي کمېشن ۱۵ ملینه انتخاباتي پرچې چاپ کړي خو په ځينو سیمو کې د ناامنۍ له وجې کیداشي دا ځل هم د رایي اچونکو شمیر کم وي.

افغان چارواکي وايي چې دوی د انتخاباتو پر مهال ۳۵۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه ګمارلي دي او که چرته یو کاندید د انتخاباتو د حتمي نتیجو تر اعلان مخکې مړ شي نو نوي انتخابات به په ۳۰ ورځو کې دننه تر سره کیږي.

د افغانستان په انتخاباتو کې د اچول شوو رایو شمیرنه به له شپږم اپریل څخه تر ۲۰م اپریل پورې تر سره کیږي. لومړۍ نتیجي به پر ۲۴م اپریل مخې ته راځي.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به شکایتونه له اووم اپریل څخه تر ۲۷م اپریل پورې درج کیږي او حتمي نتیجي به د مې پر ۱۴مې نېټې اعلانیږي.
XS
SM
MD
LG