د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو له پاکستاني حکومت سره اوربند وغځاوه


د وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد
د وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد

پاکستانيو وسله والو طالبانو د دې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى لنډمهالی اوربند د روانې اپرېل میاشتې تر لسمې نېټې وغځاوه.

پاکستانيو وسله والو طالبانو د دې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى لنډمهالی اوربند د روانې اپرېل میاشتې تر لسمې نېټې وغځاوه.


د وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد د جمعې پر ورځ پاکستاني رسنيو ته وویل، د اوربند په دې موده کې به وسله وال طالبان او د دې تحريک نورې ډلې پر حکومتي ودانیو، تاسيساتو او امنيتي ځواکونه بريدونه، نه کوي.

پاکستاني طالبانو په داسې وخت کې د اوربند عځولو اعلان کړى، چې د دې ډلې وياند د روانې مياشت پر درېيمه نېټه ويلي ول، د ډلې ځينې جګپوړي غړي یې له حکومت سره د اوربند غځولو مخالف دي، همدا لامل دى چې تراوسه یې په دې اړه نهايي پريکړه نه وه کړې.

وياند شاهد الله شاهد همدا راز ويلي، چې د روانې مياشت په لسمه نېټه به يې د ډلې سياسي شورا پريکړه وکړي، چې آيا له حکومت سره اوربند نور وغځوي که نه؟

پاکستاني طالبانو په داسې وخت کې د دې هېواد له حکومت سره اوربند غځولى، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي وو، چې دوى د مذاکراتو د پروسې د پرمخوړلو لپاره يې د طالبانو ١٩ غېر پوځي بنديان خوشې کړي دي.

خو د طالبانو وياند وايي، چې حکومت لا تراوسه پورې د وسله والو طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ورکړى او په خبره يې، دوی منتظر يو چې حکومت یې غوښتنې ومني.

د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي د پاکستاني حکومت له خوا د طالبانو د خوشې کولو په اړه وايي، داسې برېښي چې حکومت د طالبانو غوښتنې منلي او ښايي په راتلونکي کې يې نورې هم ومني.

د سياسي چارو څارونکي نظيف خان په پېښور کې د ازادي راډيو له خبریال ذبيح شفق ره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" زما په اند خو له طالبانو سره د حکومت له لوري د خبرواترو بنیاد غلط دی، ځکه چې هغوی ته ته یې د یوه روغ ریاست [سټيټ] غوندې د فريق حيثيت ورکړى دى. پاکستاني حکومت له هغوى هېڅ مطالبه نه لري، بلکې هغوى [طالبان] له دوى نه مطالبې کوي. اوس هغوى چل زده کړ، بس هسې به يو ټکى وايي، او د دوى نه به پرې ډېر مراعات اخلي او شايد په راتلونکي کې نورې ډېرې غټې غټې مطالبې هم وکړي."

نوموړى همدا راز وايي، پاکستاني وسله وال طالبان هڅه کوي، چې د اوربند پر مهال ځانونه خوندي ځايونه ته ورسوي او يا هم په ملک کې دننه خپاره شي، چې د عملياتو پر مهال ورته زيان ونه رسي.

نظيف خان زياته کړه، چې حکومت دې د بنديانو په خوشې کولو او د اوربند په اوږدولو کې له دقته کار واخلي، چې په قبايلي سيمو کې مېشت ترهګر يو ځل بيا ګاونډي هېواد افغانستان ته مخه نه کړي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستانيو وسله والو طالبانو د سږ کال مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه د دې هېواد له حکومت سره يو مياشتنى لنډمهالی اوربند اعلان کړى وو او په دې موده کې يې خپل ټول جهادي فعاليتونه خڼدولي ول.
XS
SM
MD
LG