د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې زمشت اوسېدونکي بیا کډه پر سر لالهانده شول


د سیمې خلکو په خبره چې پولټیکل انتظامیې او د پوځ لخوا له اعلان وروسته یو شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښودل.

د سیمې خلکو په خبره چې پولټیکل انتظامیې او د پوځ لخوا له اعلان وروسته یو شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښودل.


د دراڼیو سیمې انور شاه مشال ریډیو ته وویل چې د خپلو کورنو پرېښودلو لپاره هغوی ته ډېر لږ وخت ورکړل شوی او نه پوهېږی چې ټول خلک به وتلي وي که نه:

''اول انتظامي چارواکو دغه اطلاع راکړه چې تاسو به له خپلو کورونو وځئ او بیا ملېشه ځواکونه تېره ورځ د ماسپښین پر وخت راغلل او موږ ته يې وویل چې د شپې تر دوولس بجو به خپل کورونه پرېږړۍ. موږ ته داسې اطلاع هم راغله چې ورمېږيوال يې هم له خپلو کورونو اېستلي دي خو هغه خلک مو چرته مخې ته نه دی راغلي. چنارک، شګې او دراڼۍ سیمې اوسیدونکو ټولو خپله علاقه پرېښودې ده"

د شګې سیمې محمد صدیق وایي، چې د سیمې خلک له هنګو ضلعې علاوه په کوزه او منځنۍ کورمې ایجنسۍ کې بېلابېلو برخو ته وتلي دي او زیاتوی چې هغه کورنۍ چې په لارو کې دي، د ټرانسپورټ پرته ګڼې نورې ستونزې لري.

"نه د چا کوټې شته او نه د چا کور خو تر شنه اسمان لاندې پراته یو، کورونهه ډک پاتې شو او هېڅ نه پوهیږو چې څه وکړو او چرته ولاړ شو. د پاکستان حکومت له موږ سره ډېر ظلم وکړوؤ چې یو ځلې بیا يې له خپلو کورونو راواېستلو. زموږ مرسته دې وکړي او یا موږ ته دې اجازت راکړي چې اخوا افعانستان ته لاړ شو. د دې بې عزتۍ له ژونده خو ډیر تنګ شو"

زمشت سیمه د منځنۍ کورمې ایجنسۍ په حدودو کې راځي چې پکې د راپورونو له مخې یو شمېر وسله والې ډلې فعالیاتونه لري.

د چارواکو په خبره، د ۲۰۱۱ کال په جولايي میاشت کې د وسله وال طالبانو خلاف له پوځي اپریشنه پس د دغو سیمو خلک د حکومت اجازت پرته په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شوي ول.

په سیمه کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قبایلی ادارې (اېف ډي اېم اې) مشر مجاهد علي وايي، چې په دغو سیمو کې به د پوځ لخوا د لټون عملیات کېږي او زیاتوي چې که خلک خپل کورونه پرېږدي نو دوی به یې مرسته کوي:

"په دې لړ کې زموږ خپل کمانډنټ کرنل کامران سره یو اهم ملاقات شوی دی، هغوی په سیمه کې لټونکي عملیات کوی او دغه عملیات به ډېر کم وخت پورې وي خو بیا هم موږ ټولې تیاریانې د دې لپاره نیولې دي، که یو څه وشي نو له متاثرینو سره به مرسته کوو"

د سیمې متاثرین وايي چې که له دوی سره زر تر زره مرسته ونکړل شي نو ژوند به یې نور له کړاونو سره مخ شي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG