۰۹:۴۹
۵.۴.۲۰۱۴
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له پیلیدو سره سم ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د امانيې په لیسې کې خپله رایه ورکړه او له خلکويې وغوښتل چې د هيواد د برخليک د ټاکلو لپاره دې خامخا خپله رايه وکاروي.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو لپاره د مشال راډیو ځانګړې پاڼه. په دې برخه کې موږ وخت په وخت په ژوندۍ بڼه مالومات درخپروو. تاسې که خپله پاڼه تازه نه هم کړئ، زموږ مالومات پکې د وخت له تېرېدو سره تازه کېږي.