د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې نیول شوي ۱۶ مسود قبایل خوشې کړل شول


د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې د چارشنبې په ورځ په داسي حال کې ۱۶ مسود بنديان خوشي کړي دي چې په پاکستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې رواني دي.

د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې د چارشنبې په ورځ په داسي حال کې ۱۶ مسود بنديان خوشي کړي دي چې په پاکستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې رواني دي.
دغه بنديان د امنيتي ځواکونو لخوا د لټون عملياتو پر مهال نيول شوي ول. د پاکستان په سېنېټ کې د سيمې استازي مولانا محمد صالح شاه قرېشي مشال راډيو ته ويلي ول چې نوموړي د جنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې ته د مسود قبيلې د نيول شوو بنديانو لسټ ورکړی وو چې هغوی خوشي کړي.

په داسي حال کې چې په پاکستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې رواني دي، تحريک طالبان پاکستان مرکزي حکومت ته د طالب بنديانو يو لسټ سپارلی و تر څو د مذاکراتو په عمل کې د باور پيدا کولو لپاره هغوی خوشي کړي خو د جنوبي وزيرستان پوليټيکل اېجنټ اسلام زېب بيا مشال راډيو ته ويلي چې د مسود بنديانو خوشي کول د سولې له مذاکراتو سره څه ډول اړه نه لري.
XS
SM
MD
LG